د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۰۷

داخلي بې ځایه شوي ماشومان وايي، چارواکي دې د غفلت له خوبه راپاسيږي


په کابل ښار کې د بې ځایه شویو کډوالو د کمپونو یو شمېر ماشومان له حکومته غواړي چې د اوسیدو لپاره ځایونه ورکړي او د زده کړو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا ماشومان چې د پنجشنبې په ورځ د کابل په تعلیمي سرکس کې راټول شوي وو، ویل ېې چې حکومت ورته هیڅ توجه نه ده کړې.

په عین وخت کې د کډوالو چارو وزارت وايي، د دوې د اوسیدو او زده کړو لپاره یې پلانونه ترتیب کړي دي.

په کابل ښارکې د بې ځایه شویو کورنیو د کمپونو په سلګونو ماشومان پرحکومت تاکېد کوي چې د دوې ژوند ته له هره پلوه پام وکړي.

دا ماشومان چې شمېر يي څه باندې درې سوو ته رسیده او د کابل ښارپه شاوخوا شپاړسو کمپونو کې میشت دي، د پنجشنبې په ورځ د کابل په تعلیمي سرکس کې راټول شوي وو.

دوی د ماشومانو د ملي شورا په نوم یوه ټولنه هم لري.

د ټولنې مسوولینو ویل، د راټولیدو هدف یې دا دې چې حکومت یې غږ واوري.

په دې ماشومانو کې یوه عزیزه نومیده چې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د بغلان په نامه کمپ کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي.

عزیزې د کډوالو چارو وزارت چارواکو ته د خپلو ستونزو د بیانولو پرمهال وویل، حکومتي چارواکي ماشومانو ته د راتلونکي جوړوونکي وايي، حال دا چې ستونزو ته يې پام نه کوي:

″ولې موږ ته د راتلونکی جوړوونکي وایي، برښنا، اوبه، کمپوټر او داسې نور څه نه لرو، نو راتلونکې به څنګه جوړکړو.″

یوې بلې ماشومې هم خپلې ستونزې بیان او له حکومته یي هیله وکړه چې ستونزو ته یې رسیده ګي وکړي:

″پلارمې لاس ګاډی ګرځوي، په ورځ کې درې سوه افغانۍ پیدا کوي، دا پیسې نه د کور خرڅ او نه کرایي ته بس کېږي،تاسې پنځه ورځې زموږ کمپ ته راشئ ډول ډول خوارئ او بې عزتې به ووینئ.″

د افغانستان د تعلیمي سرکس مسوولین وايي، پنځه کاله دمخه يې د ماشومانو د ملي شورا په نامه یو ټولنه جوړه کړې څو وکولای شي د راتلونکي په هکله ښه فکر وکړئ او خپلې ستونزې په منظمه توګه مربوطو ارګانونو ته ورسوئ.

د تنظیم شوي پروګرام مسوولینو دا هم وویل، نننې ناستې ته یي ځیني دولتي چارواکي هم وربللي وو، خو د کډوالو چارو د وزارت له استازي پرته، نورو چارواکو په دې ناسته کې ګډون ونه کړ.

بیکاري، له زده کړو لیرې پاتې کېدل، شاقه کارونه، د دوې پر وړاندې تاوتریخوالی، په مخدروموادو یي د پلرونو روږدیدل، له روغتیایي خدماتو بې برخې کېدل او داسې نور هغه ستونزې وې چې دغو ماشومانو بیان کړې.

د کډوالو چارو وزارت د بې ځایه شویو کورنیو د امورو ريیس مهرخدا صبار، وویل، د دوې د ستونزو اواری ته پلانونه ترتیب شوي او د را روان کال په لومړیو کې به عملي شي:

″د کډوالو د چارو وزارت د نورو ارګانونو په مرسته پلان لري چې راتلونکي کال ته په نښه شویو درې پنځوس ځایونو کې دوی ته د ځمکو د ورکړې پروګرام پیل او کډوالې کورنۍ په کې ځای پرځای کړي.″

دې ماشومانو دا هم ویل چې حکومتي چارواکو ورسره ډیر ځلي ژمنه کړې خو عملي کړي ېې نه دي.

بل خوا کارپوهان وايي، په هېواد کې د ناامنیو، تاوتریخوالو او داسې نور ناوړه حالاتو یو لامل، د خلکو اقتصادي ستونزې دي.

دوې پرحکومت تاکېد کوي چې د دې ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي څو دا ماشومان او دې ورته په لسګونو زره نور، د ناوړو شرایطو قرباني نه شی.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG