د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د افغانستان په اړه د نړېوالو ورځپاڼو تبصرې


په افغانستان کې د فساد په وړاندې خبرداری، په دغه هېواد کې د امريکا د وروستني محبس بندېدا او د بنديانو د شکنجې په وړاندې د افغانستان د ولسمشرتوند عکس العمل هغه موضوعات دي چې ګڼو لوېديځو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکا د مشرانو جرګې د هغه راپورپه اړه د افغانستان د ولسمشرڅرګندونې رااخيستي چې د سي اي اې له لوري د بنديانو د شکنجې موضوع يې افشا کړې ده.

د افغانستان ولسمشرد چهارشنبې په ورځ د سي اي اې د يو شمېر مامورينو له لوري د بندانو شکنجه د ټولو نړېوالو بشري حقونو د اصولو خلاف وبلله.

ورځپاڼه وايي چې په راپورکې دا ښکاره شوې چې سي اي اې د تحقيق په لړکې له لا بې رحمانه شېوو کار اخيستي او د دې ادارې د مامورينو له لوري د نيول شويو کسانو شمېر هم تر هغه څه زيات و چې دوي يې يادونه کړې وه.

نيويارک ټايمز د افغانستان د ولسمشرهغو څرګندونو ته اشاره کړې چې د نوي کال له لومړۍ ورځې به هيڅ بهرني په افغانستان کې د افغانانو کورته ننوتی نه شي، افغان به نيولي نه شي او په افغانستان کې به بنديخانه لرلي نه شي.غني وويل:

«موږ د ملي حاکميت يوې نوې مرحلې ته داخلېږو چې موږ به يې يوازيني قانوني واکمنان يوو، نه بل څوک.»

ډيلي ټيلګراف بيا په افغانستان کې د امريکا د وروستني بند د بندېدو په اړه ليکنه خپره کړې.

ورځپاڼه وايي چې امريکا په افغانستان کې خپل وروستي درې بنديان د چهارشنبې په ورځ د پروان له توقيف ځايه ولېږدول.

د هغو دوه يې د افغانستان حکومت ته وسپارل خو درېم يې، چې دوي ته خطرناک ښکارېده يوه بل هيواد ته لېږلي دي.

د افغانستان حکومت ته په سپارل شويو دوو تنو کې يو هم النجار دي چې په ۲۰۰۲ ميلادي کال نيول شوي او د سي آي اې له لوري د شکنجه شويو کسانو په هغه ليست کې شامل دي چې د امريکا مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په راپور کې خپور کړي دي.

بالاخره فارن پاليسي نشريې په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د چارو د څارونکي ادارې خبرداري خپور کړي چې ويلي يې دي فساد د افغانستان د ثبات تر ټولو لوي چلينج دي.

په افغانستان کې د امريکا په مرسته د بيارغونې سرمفتش په خپل وروستي راپورکې د افغانستان عمده ستونزې په ګوته کړي او د هغو په سر کې يې فساد، د امنيتي ځواکونو وړتيا او د قانون حاکميت ياد کړي.

جان سوپکو همداراز خبرداري ورکړي چې په افغانستان کې د امريکا د ماليه ورکوونکو په ملياردونو ډالرو باندې جوړې شوې پروژې له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG