د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۳

کابل: په نننۍ انتحاري حمله کې د ملي اردو ۶تنه منسوبین وژل شوي


نن سهار د کابل په ۱۵ امنیتي حوزه کې د ملي اردو د ځواکونو پریوه موټر انتحاري حمله کې د ملي اردو ۶ افسران وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شول.

چارواکي وايي، چې په ټپیانو کې ۳ تنه یې ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت اخیستی او د کابل د امنیې قومندانی ویاند وايي چې دغه حمله د ملي اردو د ځواکونو پرکاسټر موټرچې د دغو ځواکونو سرتیري او افسران یې انتقالول شوې ده.

په کابل کې یوځل بیا نن سهار وختي د ملي اردو د ځواکونو افسران وظیفې ته د تللو پرمهال د انتحاري حملي هدف وګرځیدل.

د کابل د امنیې قومندانی ویاند له پیښې وروسته له ازادۍ راډیو سره مرکه کې وویل چې په دغه انتحاري حمله کې د ملي اردو ۵ افسران وژل شوي او ۱۲ ټپیان شول.

که څه هم چې د پیښې د تلفاتو په اړه ضدونقیض راپورونه خپاره شوه خو د ملي دفاع وزارت وایي چې د پیښې پر ځای د ملي اردو ۵ افسران وژل شوي او یوبل تن یې روغتون ته د انتقال پرمهال مړشوی دی.

د امنیې قومندانی ویاند حشمت ستانکزي وویل چې حمله د کابل د ۱۱۱ فرقې د افسرانو پر موټړ وشوه:

″نن سهارشاوخوا ۷ بجې د کابل ښارد پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د تنګي تره خیل په سیمه کې د ملي دفاع د وزارت د ۱۱۱ فرقې کاستر موټر باندې ځانمرګی برد شوی چې په ترڅ کې یې د ملي اردو ۵ منسوبین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په دغه پیښه کې ۳ تنه ولسي وګړي هم ټپیان شوي چې د ډیرو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه دی او ټول روغتون ته استول شوي دي.″

په دې وروستیو کې په کابل کې د ملي اردو او پولیسو په نقلیه وسایطوکې سپاره ځواکونه په سرک کې د ایښودل شويو ماینونو او انتحاري حملو هدف ګرزيدلي او تلفات ورته اوښتي دي.

د کابل په ختیځ د تره خیلو په سیمه کې د ملي اردو د ځواکونو پرموټرد انتحاري حملې یوه عیني شاهد ازادۍ راډیوته وویل چې دوی په خپلوموټروکې د دغو ځواکونو ټپیان ترپیښې وروسته روغتون ته ورسول:

″زما نوم خوشبین دی د تره خیل د کلي اوسیدونکی یم . چې کله پیښه وشوه موږ بعضې ټپیان چې جوړ وه او لږ لږیدلي وه دې خوا اخوا یې منډې وهلې د اردو زخمیان وه ولیدل ۴ کسه یې شهیدان وه او نور زخمیان وه حالت یې هم ښه نه وه ما په خپله دوه کسه په موټرکې روغتون ته یوړه.″

که څه هم چې د ملي دفاع وزارت د دغو ځواکونو د انتقال د مصونیت په اړه له تدابیرو خبر ورکړي خو تردې دمه په ښارونوکې وظیفوته د تللو پرمهال د ملي اردو د ځواکونو د انتقالاتو د مصوونيت څرک نه لږیږي.

پخواني:

د افغانستان ددفاع وزارت وایي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې د ملي اردو شپږ تنه منسوبین وژل شوي دي.

دې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دې پیښه کې د ملي اردو یوولس تنه منسوبین ټپیان شوي هم دي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وایي چې په دغه حمله کې د څلوروملکیانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي:

″د دفاع وزارت د مامورینو په یوه بس موټر باندې د یوه شخص له خوا انتحاري حمله وشوه چې متاسفانه د دې حملې په پایله کې د ملي اردو شپږ منسوبین ووژل شو او د څلورملکیانو په شمول دولس تنه ټپيان شول."

د ښاغلي دانش په خبره په دې حمله کې دوه د ملکي موټر او یو د ملي اردو بس هم زیانمن شوي دي.

د دغه حملې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.

XS
SM
MD
LG