د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

"په کندهار کې ځیني بډای خلک له نامعلوم برخلیک سره مخ دي"


نیویارک ټایمز:

ډیری هغه کسان چې په کندهارکې د امریکا د حضور په نتیجه کې بډای شول، اوس له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب نوم دی.

د دې مطلب په یوه برخه کې راغلي چې کندهارد کلونولپاره د بغاوت ضد لویدیځو مفکورو د ازمویلوځای وو.

لیکوال لیکي، د امریکایي ځواکونو لومړې ډله په ۲۰۰۱ کال کې دغه ولایت ته ولاړه او د دې ښارکنټرول یې واخیست.

د ورځپاڼې په لیکنه اوس چې امریکایې او نور بهرني ځواکونه په الوتکوکې له کندهاره ووتل، نو کندهارپه داسې یوه ښاربدل شوی چې خلک یې په هیلو او ویره کې ژوند کوي.

لیکوال زیاتوي په کندهارکې د سولې هیلې کمزوري دي او د ښآر په هره برخه کې په درندو وسلو سمبال پولیس لیدل کیږي.

ورځپاڼه دا هم لیکي، چې د تیرې شاوخوا یوې لسیزې له لاسه تللو فرصتونو په اړه لاهم د مایوسۍ یو احساس شته.

نیویارک ټایمز لیکي، په کندهارکې دا اندیښنه لا هم شته چې ښایې دغه لاسته راوړني په بیړه له لاسه ووځي.

نېشنل جیوګرافیک په یوه مطلب کې د هغه شخصیت پرځانګړنو تبصره کړې چې د دغې نشریي له خوا د ۲۰۱۴ کال د الهام بخښونکي شخصیت په توګه پیژندل شوې.

دغه ډول شخصیت هرکال له هغوکسانو څخه انتخابیږي چې د نړۍ په سطح یو غوره او متفاوت کار وکړي.

نشنل جیوګرافیک د ۲۰۱۴ کال د شخیت نوم شبانه بسیج راسخ یادوي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې په پټه زده کړې وکړې او په ۲۰۰۸ کال کې یې په کابل کې د نجونو لپاره یو داسې ښوونځی جوړکړ چې بېلابېلې سرچینې یې تمویلوي.

نشریه د میرمن راسخ له قوله لیکي چې یوله هغوکسانو څخه ده چې په افغانستان کې د څه باندې دیرش کلنې جګړې څخه د راپورته شویو مذهبي شخړو د کرارولو په راز پوهیږي.

بسیج فکرکوي چې د ټولنې د پرمختګ په برخه کې د ښځو ونډه تر ټولو ارزښتناکه ده.

په کابل کې د هغې په دغه غیرانتفاعې ښوونځي کې چې اداره او منجمنټ ښودل کبږي، نجونو ته د کالج د امادګۍ کورسونه دایریږي اود ښونځیو له فارغینو سره مرسته کوي چې د نړۍ په پوهنتونونوکې زده کړه وکړي.

نشریه د راسخ له قوله لیکي چې هیله لري د پیغلو نجونو دغه نسل به وکولای شي خپل هېواد ته سوله او ثبات راوړي.

دغه ښوونځی ۳۵ زده کوونکي لري چې له ۱۲ تر ۱۸ کلونو پورې عمرونه لري او په پام کې ده دغه شمېره په راتلونکو پنځو کلونوکې ۳۴۰ ته ورسوي.

نشنل جیوګرافیک زیاتوي، راسخ په دې باورده چې د طالبانو په وړاندې د مبارزې ترټولو موثره لاره دا ده چې د افغانستان په تاریخ کې د مشرتابه لپاره د عالي زده کړو لرونکی نسل وروزل شي.

شبانه بسیج راسخ د افغانستان ښځې همداسې ګڼي او باورلري چې دغه میرمنې به دا کار عملي کړي.

XS
SM
MD
LG