د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۷

د افغان حکومت په تازه پلانونو سره به اقتصادي ثبات تامین شي


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې د اقتصادي ثبات تامین او استقالالیت د دوی په کاري لومړیتوبو کې ځای لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې اقتصادي ثبات به یوازې د کانونو څخه د ګټې اخستنې له لارې رامنځ ته شي.

د دې وزارت ویاند رفیع صدیقي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د افغان حکومت په تازه پلانونو سره به اقتصادي ثبات تامین شي.

نوموړی وایي چې کانونو وزارت په دې برخه کې یوه ستراتیژي جوړه کړې ده.

"هغه پنځه کلنه ستراتیژي چې د کانونو او پټرولیم وزارت پلان کړې وه؛ اقتصادي ثبات او استقلالیت هم په لومړیتوبونو کې راځي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د کانونو وزارت څخه د لیدنې په حال کې وویل چې د افغانستان ښه راتلونکې د کانونو او پټروليم وزارت په ښه کار پورې تړلې او بايد دا وزارت د عادي کار په توليد نه؛ بلکې د پانګې په توليد بدل شي.

ښاغلي غني همدارنګه په دې وزارت کې د ظرفیتونو د لوړولو او د شفافیت پر تامین هم ټينګار وکړ.

په عین حال کې د ولسي جرګې د چاپیریال ساتنې او طبیعي زیرمو د کمیسون غړي وايي چې دې هدف ته د رسیدو لپاره باید افغان ولسمشر دې وزارت ته یو ځانګړی پروګرام ولري.

د دې کمیسیون غړي قربان کوهستاني په دې اړه ازدي راډيو ته وویل:

"افغان دولت باید خپله د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي؛ ترڅو د کانونو څخه چې کوم عواید ترلاسه کیږي؛ مستقیماً د دولت بودجې ته انتقال شي او بل که چیرې افغان حکومت قیمتي کاڼې ښه مدریت کړي؛ نو زه باور لرم چې تر راتلونکي یوه کال پورې به یو یا دوه ملیاره عاید ولري."

له بلې خوا یو شمیر اقتصادي څیړونکې وايي؛ تر هغې چې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په رهبري کې وړ او مسلکي کسان ونه ګمارل شي؛ دا ډول هیلې به پوره نشي.

دوی وايي چې افغان حکومت باید هڅه وکړي چې بهر ته د خامو موادو له لیږد څخه مخنیوی وکړي او دننه په هېواد کې د تولید زمینه برابره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG