د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

"ناټو په ۲۰۱۵م کال کې په څلورو حوزو کې د افغان ځواکونو د روزنې چارې پیلوي"


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د نوي ماموریت د پیلولو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کی د امریکا پرمشرۍ ناټو ځواکونو د نوي ماموریت او د تنګ وخت په اړه یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:

امریکایي قوماندانان به د ۲۰۱۵ م کال له لومړۍ ورځې څخه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې په څلورو حوزو کې پیل کړی او د یوه کال موده کې به دې ځواکونو ته له مشورو او ملاتړ وروسته د هغوی د توان ارزونه وکړي او هغه مهال به د روزنې دا څلور مرکزونه وتړي.

ورځپانه لیکي، واشنګټن، د امریکا پرمشرۍ د ناټو ځواکونو د نوي ماموریت د پیل او په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت د ختمېدو تر منځ چې جمهور رییس بارک اوباما ورته د ۲۰۱۵م کال د ډسمبر ۳۱ مه نېټه ټاکلې؛ ډیره کمه فاصله پریښې ده.

په دې موده کې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر نیمایي ته راټیت شي او د روزنې چارې به په کابل کې منحصرې شي. بله دا چې د جمهور رییس اوباما د کار دوره په ۲۰۱۷ م کال کې ختیمږې او دا به هغه وخت وي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ماموریت هم پای ته رسیږي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، په افغانستان کی د ناتو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال "جان کیمبل" ویلي چې دی به د ۲۰۱۵ کال په اوږدو کې د ناټو تر څار لاندې د افغان ځواکونو پرمختګ او د وسله والو توان وارزوي او هغه مهال به پریکړه وکړي چې د ۱۳۰۰۰ امریکایي عسکرو شمېر په کوم سرعت او حرکت سره راکم کړي. د ۲۰۱۵ م کال په پای کې به په افغانستان کې د دېره امریکایي ځواکونو شمېر شاوخوا اته زرو ته راټیټ شي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، په ۲۰۱۵م کال کې به ناټو او امریکایي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې په څلورو حوزو کې پرمخ یوسي. په دې معنی چې امریکایي روزونکي به د افغانستان په جنوب او ختیځ کې جرمني او ایټالیا به په شمال او لویدیځ کې د افغان ځواکونو روزنه پرمخ وړي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د قوماندانانو دا خبره هم راخیستې چې وایي؛ له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د ایستلو له مهال ویش سره سره، دوی د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ د هدف د ترلاسه کولو لپاره کافي وخت او منابع لري.

واشنګټن پوسټ د امریکا د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر د رییس امیرالبحر جان کربي خبره هم رانقل کړي چې وایي؛ د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ اصلې مقصد دا دی چې موږ غواړو په افغانستان کې خپلې اوږې سپکې کړو.

ګارډین:

انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې، "پاکستاني طالبان د ټروریزم ضد عملیاتو سخت ځپلي" ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

پاکستان ټول اوړی نارې وهلې چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ځیني مشران د افغانستان په ختیځ کې پټ دي؛ خو په افغانستان د انتخاباتو په نتیجه کې د نوي جمهور رییس په ټاکل کطدو او په حیرانوونکې ډول د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په ښه کیدو سره؛ د پاکستاني طالبانو هغه جنګیالي چې په افغانستان کې پټ شوي وو؛ له خطر سره مخامخ شول او د کرښې دواړو غاړو ته د ټروریزم ضد عملیاتو ورباندې ساحه تنګه کړه.

ګارډین لیکي، د یکشنبې په ورځ د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې په کنړ کې د تحریک طالبان پاکستان ۹ غړي ووژل شول او په همدې ورځ په ډاګه شوه چې د دې ډلې دوهمه درجه مشر لطیف الله مسعود چې امریکایي ځواکونو تیرکال نیولی و؛ پاکستان ته حواله شویدی.

ورځپاڼه زیاتوي، پاکستانې چارواکو منلې چې د پاکستانې طالبانو پخوانی دوهمه درجه مشر لطیف الله مسعود د شنبې په ورځ له باګرام هوایي اډې نه اسلام آباد ته په الوتکه کې انتقال شوی دی.

د ورځپانې په باور، لطیف الله مسعود د ۲۰۱۳ کال اکتوبر میاشت کې د امریکایي ځواکونو له خوا په افغانستان کې نیول شوی و او پاکستان یې له هماغې ورځې د حواله کېدو غوښتنه کوله.

XS
SM
MD
LG