د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۳۵

د امریکا د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته د چک هیګل وروستی سفر


یو شمیر نړیوالو ورځپاڼو افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیګل پر سفر تبصرې کړي دي.

واشنګټن پسټ:

واشنګټن پسټ لیکي، چک هیګل د پنټاګون د مشر په توګه د وروستي ځل لپاره افغانستان ته ولاړ.

چک هیګل د امریکا د دفاع وزیر په توګه له خپلې دندې ګوښه شوی او ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې یې د کار موده ختمه شي.

ورځپاڼه زیاتوي، هیګل دا منلې چې د امریکا او ناټو ځواکونه داسې مهال له افغانستان څخه وځي چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د جګړې ختمیدو ته لا ډیر واټن شته.

واشنګټن پسټ د امریکا د دفاع وزیر هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې وایي؛ افغان ځواکونه لا سختې ورځې مخته لري؛ خو زیاتوي هغوی اوس دا وړتیا موندلی چې د ځان دفاع وکړي.

د لیکوال په خبره چک هیګل په یوه حساس وخت کې افغانستان ته سفر کوي؛ ځکه د ډسمبر تر وروستیو پورې تر یوې میاشتې کم وخت پاته دی.

د ډسمبر تر پایه د امریکا او ناټو زیات شمیر سرتیري له افغانستان څخه وځي او هغه برخه چې پاتیږي: یوازي په روزنیزه برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

وال سټریټ:

وال سټریټ ژورنال هم په یوه راپور کې لیکلي چې چک هیګل د دفاع وزیر په توګه د خپلې دندې پر مهال تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د امریکا یې ځواکونو پر حضور ټینګار کاوه.

د وال سټریټ په لیکنه ولسمشر اوباما د چک هیګل همدا پروګرام ومانه. کرسټین ساینس مانیټور:

کرسټین ساینس مانیټور:

کرسټین ساینس مانیټور ورځپاڼه هم د چک هیګل د پرونیو څرګندونو په استناد لیکي چې د امریکا متحده ایالات به د ۲۰۱۵ کال په لومړیو میاشتو کې ۱۰۸۰۰ سرتیري په افغانستان کې وساتي.

هیګل پرون په کابل کې وویل چې د دغو سرتیرو شمیره د ۲۰۱۵ کال په اوږدو کې کمیږي او د کال تر پایه به ۵۵۰۰ ته ورسیږي.

دغه ورځپاڼه لیکي چک هیګل د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته په خپل څلورم سفر کې ویلي چې طالبان به تر خپله وسه دافغانستان د ملي وحدت حکومت د کمزوري کیدو لپاره هڅه وکړي؛ خو ډاډ یې ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونه له وسلوالو مخالفینو سره د مقابلې وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG