د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۶

پکتیکاوالو د یحیی خېلو د خونړۍ پيښې پرضد لاریون وکړ


د شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت سلګونو اوسیدونکو او مدني فعالانو د یو لاریون په ترڅ کې د یحیی خېلو د پيښې غندنه وکړه او له امنیتي او کشفي ادارو يې وغوښتل چې د پيښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

لاریون چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې جوړ شوی وو؛ د پکتیکا د چارواکیو پر ضدهم شعارونه ورکړل؛ دوی ویل چې د پکتیکا ملکي او پوځي چارواکي نه دي توانیدلي په یاده سیمه کې د امنیتي پيښو د مخنیوي لارې چارې پیدا کړي.

دوی د جګړې پر ښکیلو خواوو هم غږ وکړ چې د جګړو او نښتو پرمهال دې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

لاریون کوونکي چې شمېر يې خواوشا اته سوه کسانو ته رسیده او د افغانستان ملي بیرغونه او د جګړې پرضد شعارونه يې له ځانه سره لېږدول؛ د ښرنې د ملکي روغتون څخه لاریون پیل او بیا د یاد ښار په چوکونو؛ جادو او سړکونو کې وګرځېدل، د یحیی خېلو د پيښې د عاملینو او د هغه کړیو پر ضد چې په افغانستان کې په پټه د جګړې د دوام ملاتړي دي د مرګ شعارونه ورکړل.

دوی د پکتیکا رهبري هم د یاد ولایت په ملکي او پوځي چاروکې ناکامه وبلله او د مرکزي حکومت د چارواکیو يې وغوښتل چې د پکتیکا په ملکی او پوځي مسوولینو کې دې بدلون راولي.

یو تن لاریون کوونکي د پکتیکا له خلکو وغوښتل چې تر دې زیات روانو امنیتي پيښو او په سیمه ییزه حکومتوالۍ کې شته بې عدالتۍ ته چوپه خوله پاتې نه شي:

"موږ له دې ولسه غواړو چې نور باید غلي پاتې نه شي؛ باید د حق له پاره سرونه ورکړي؛ تر څو د پکتیکا د خوارانو، کونډو او یتمانو پوښتنه وشي؛ د رییس جمهور نه غوښتنه کوو، چې د پکتیکا چارواکي چې په چوکیو ناست دي او د خلکو نه غلاوې کوي، په خپل ځای پرېنږدي."

وروسته لاریون کوونکي د ښرنې د شهیدانو په چوک کې راغونډ شول؛ مدني فعال محمدیعقوب منظور د لاریون شپږماده ییز پریکړه لیک ولوست.

په پریکړه لیک کې راغلي:

"د پکتیکا ولایت مدني ټولنې او ولسونه په یوه خوله د یحیی خېلو ولسوالۍ پيښه په کلکو ټکو غندي او د دولت نه غوښتنه کوي چې عاملین دې پیدا او محاکمه دې کړي. دویم د پکتیکا ولسونه او مدني ټولنې د پکتیکا په رهبرۍ کې د ژور بدلون غوښتنه کوي. درېیم د یحیي خېلو د پيښې د قربانیانو د کورنیو سره دې دولت او شتمن هېوادوال مرسته وکړي؛ مدني ټولنه او ولسونه د جګړې په ښکیلو خواوو غږ کوي چې د نښتو او جګړو پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند او مال ته پاملرنه وکړي."

لاریونوالو د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت سیاست هم صادقانه ونه باله او خبردارۍ يې ورکړ چې که د افغانستان په اړه د یاد هېواد د پوځ او استخباراتو روان سیاست دوام پیدا کړي؛ نو په دې سیمه کې به جګړه تر اوږده مهاله روانه پاتې شي.

د یادولو وړ ده، چې په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په ورځ د واليبال د لوبې په یوه میدان کې د چاودنې له امله تر ۶۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول او تر سلو زیات ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې روژې میاشتي په ۱۷مه د ارګون ولسوالۍ په بازار کې هم د موټر بم په یوه انتحاري حمله کې ۹۰ تنه ملکیان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان شوي ول.

XS
SM
MD
LG