د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۲۶

په بغلان کې یوشمېر خلکو د فساد او بې عدالتۍ پرضد مظاهره وکړته


په بغلان ولایت کې نن یوه مظاهره وشوه چې مظاهره کوونکو د خپلو غوښتنو لپاره شا او خوا دوه ساعته د کابل مزار شریف لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

په دغه مظاهره کې چې په لسګونو تنو په کې ګډون کړی و؛ هدف یې و، د بغلان ولایت په دولتي ادارو کې د فساد په وړاندې مبارزه؛ د ټول هیواد په کچه د یو ځواب ګویه حکومت جوړول او د ډبرو د سکرو د کانونو د کیندنې د تړونونو په برخه کې د اصلاحاتو راوستل کوم چې تر ډېره خصوصي سکتور ته ورکړل شوي دي.

"موږ د فساد او بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه کوو؛ هغه کانونه چې د بغلان ولایت اقتصاد جوړوي خصوصي سکتور ته په داسې یو تړون کې ورکړل شوی چې شفافیت نه لري او غواړو چې کانونه د غلو له منګلو څخه وژغورل شي؛ له نوی حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د بغلان ولایت مشرتابه ته وړ او د کار خلک معرفي کړي."

دغه مظاهره کوونکو چې نن سهار د بغلان ولایت د مرکز پلخمري له پل معادن څخه د دغه ښار تر چوک پورې خپل مظاهرې ته دوام ورکړل د دوو ساعتونو لپاره یې د کابل. مزار شریف لویه لاره هم تړلې وه.

د لارې تړلو د بغلان ولایت چارواکي دې ته اړه کړل چې له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړي.

د دغه ولایت مرستیال عبدالقدیم له مظاهره کوونکو سره ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې لوړو مقاماتو ته ورسوي.

د ښاغلي قدیم تر ژمنې ورسته مظاهره کوونکو مظاهره ختمه او د کابل مزار شریف لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

XS
SM
MD
LG