د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

ملي امنیت: د وسله والو مخالفینو یوازې ۳ سلنه حملې بریالۍ کیږي


په داسې حال کې چې په تیرو دوو اونیو کې یوازې په کابل ښار کې لس انتحاري حملې او چاودنې وشوې؛ د ملي امنیت عمومي ریاست وایي؛ د وسله والو مخالفینو حملې یوازې درې فیصده بریالۍ کیږي او اووه نوي فیصده یې د امنیتي ځواکونو له لورې شنډې کیږي.

د دغه ریاست ویاند حسیب صدیقي د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل؛ وسله والو مخالفینو اوس ځکه پر ښارونو حملې زیاتي کړي؛ څو د رسنیو پام ځان ته را واړوي.

"سږکال دښمن له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړې کې سخته ضربه و لیدله او اوس غواړي پر ښارونو په حملو سره ځان ته یو مطبوعاتي پوښښ جوړ کړي. په اوسط ډول د دښمنانو په حملو کې درې فیصده یې عملي کیږي او اووه نوي فیصده یې په نطفه کې له منځه ځي."

ښاغلي صدیقي همدا رنګه وویل چې وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو پر وړاندې په مخامخ جګړې کې ماته خوړلې ده.

نوموړی همدا رنګه وایي چې په هېواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په خاطر به ډیر ژر د افغانستان ملي امنیتي ستراتیژي د ملي امنیت د شورا له لورې تدوین شي.

د ملي امنیت ریاست په داسې حال کې په مخامخ جګړه کې د وسله والو مخالفینو د ناکامۍ خبره کوي چې د جمعې په ورځ په درېیو ولایتونو؛ ننګرهار، بلخ او هلمند ولایتونو کې په یوه وخت چاودنې او وسله والې حملې وشوې.

په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي ریاست ویاند وایي چې په تیرو درېیو ورځو کې یې په کابل ښار کې د حقاني شبکې مربوط یو مرکز موندلی دی.

دا چې په دې مرکز کې څه وو؛ ښاغلی صدیقي یې په اړه داسې وایي:

"د ملي امنیت ځواکونه په تېرو درېیو ورځو کې په کابل ښار کې په خاصو او هدفمنو عملیاتو سره وتوانیدل څو تروریستي ډلې له منځه یوسي چې له هغې جملې یو هم د چاودیدونکو موادو؛ انتحاري واسکټونو او چسپکي ماینونو یو ستر مرکز و. دا مرکز د کابل ښار په اتمه ناحیه کې و چې د حقانې ډلې مربوط دی."

د سیاسي چارو کارپوهان په لویو ښارونو په خاصه توګه کابل کې د حملو د زیاتیدو لامل؛ د حکومت او ملي شورا له لورې له امریکا او ناټو سره د امنیتي سندونو لاسلیک کېدل بولي.

خو دا چې، په دغو حملو کې تر ډیره قربانیان ملکیان دي؛ دې کار عام خلک سخت اندیښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG