د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۹

نیویارک ټایمز: د افغانستان یو تاریخي څلۍ ړنګیږي

د بشري حقونو د څارسازمان په خپله نشریه کې د هغه لیک جزییاتوته اشاره کړې چې دغه سازمان د افغانستان د څه باندې لسو مرسته کوونکو هېوادونو استازو ته لیږلی دی.

نشریې د دې لیک هغو ټکو ته اشاره کړې چې وایي، د افغانستان بهرني مرسته کوونکي باید د لندن په غونډه کې د افغانستان د نوي حکومت پرچارواکو فشار راوړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو برخې ته پام وکړي.

نشریه د بشري حقونو د څارسازمان د اسیا د برخې مرستیال فیلیم کاین له قوله لیکي:

″بهرني مرسته کوونکي اوس باید په افغانستان کې د لاسته راوړنو په خوندیتوب او د بشري حقونو په پخوانیو برخوکې د نیمګړتیاوو د لیرې کولولپاره اقدام وکړي.″

کاین زیاتوي مرسته کوونکي اړتیا لري چې په ښکاره او واضح ووایي چې له افغان حکومته د دوی ملاتړد ټولوافغانانو په تیره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په ټینګښت پورې تړلی دی.

د بشري حقونو د څارسازمان په دغه نشریه کې وایي د افغانستان تمویلوونکي باید د دغه هېواد له حکومته وغواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د خلکو د ځورونې د مخنیوي، د ښځو د حقونو د پیاوړي کولو او د افغانستان د بشري حقونو په سازمان کې د اصلاحاتو لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.

په مطلب کې دا هم ویل شوي چې مرسته کوونکي هېوادونه باید د افغانستان د بشري حقونوپه برخه کې د پرمختګونو د ښې څارنې لپاره نظارتي او راپور ورکوونکي میکانیزم جوړکړي، داسې میکانیزم چې د لیکوال په خبره باید د افرادو د حقونو د خوندیتوب اړوند ټولې برخې خوندي کړي چې په هغو کې له زندانیانو سره چلند، د ښځو او ماشومانو حقونه، د بد چلند په وړاندې ځواب ویل، فساد، د رسنیو ازادي او داسې نور راځي.

که له یوې خوا د بشري حقونو د څارسازمان په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندیښنه لري.

بل لور نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغو اندیښنو ته اشاره کړې چې د افغانستان د یوه تاریخي منار د ړنګیدو له کبله راپورته شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان په غور ولایت کې د جام منار په اړه لیکلي او وایي دا هغه ځای دی چې د نړۍ زرګونه سیلانیان یې لیدو ته ورجذب کړي دي.

لیکوال زیاتوي سیلانیان ساعتونه لوړه ژوره لار وهي ترڅو د افغانستان په لویدیځ مرکزي ولایت کې دغه منارته رسیږي، خو د لیکوال په خبره اوس دغه سړک د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیموڅخه تیریږي، نو دغه سفر یي لانورهم ستونزمن کړی دی.

د ملګروملتونوعلمي او فرهنګي سازمان یونسکو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۶ کال د نومبر پراتلسمه وتوانید د جام منار وګوري.

نیویارک ټایمزلیکي ولسمشراشرف غني خپل پوځ ته امرکړی چې د متخصصینو یوه ډله وګماري او هغه راپورونه وارزوي چې وایي، د جام منار ترپخوا ډیرپه خطرناک ډول کوږ شوی دی.

لیکوال د یونسکو د یوه بلجیمي معمار تارسیزسټیفنز له قوله لیکي چې وایي:

″فکرکوم دا د افغانستان ترټولو لومړنی تاریخي څلۍ دی چې د افغانستان له پولو هاخوا هم اهمیت لري.″

سټیفنزتیره اونۍ د دغه منار د لیدولپاره سیمي ته ولاړ او وایي:

″دا هغه مناردی چې اته سوه کاله وړاندې جوړشوی، خولاهم داسې ښکاري چې پرون جوړشوی وي.″

نیویارک ټایمز لیکي یوه افغان راپور په دې وروستیوکې خبرداری یې ورکړی چې دغه کوږوالی دومره خطرناک دی چې د جام منار حتمي ړنګیدو ته نژدې شوی دی.

سټیفنز په دې سفرکې له ځان سره داسې وسایل وړي چې له ۲۰۰۲ کاله تر۲۰۰۶ پورې د منار د کوږوالي انداره واخلي.

XS
SM
MD
LG