د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

مشرانوجرګه: پاکستان دې په افغانستان کې مرموزه جګړه پای ته ورسوي


د مشرانو جرګې یو شمېرغړي په هېواد کې شته نا امنۍ په افغانستان کې د پاکستان مرموزه جګړه بولي او وایي چې اسلام اباد باید دا جګړه پای ته ورسوي.

د دغه جرګې غړیو د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې پاکستان ته ګوته ونیوله چې د پکتیکا په پيښه کې لاس لري.

دوی همدا رنګه وویل چې، پاکستان د افغانستان پر وړاندې صداقت نه لري او له دې وروسته به هم د دغه هېواد پر وړاندي دوه ګوني سیاست ته دوام ورکړي.

سره له ده چې پاکستاني چارواکو د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د یکشنبې ورځې حمله وغندله، خو افغان سناتوران بیا هم پاکستان په دې پيښه کې په لاس لرو تورنوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې، افغان حکومت باید له پاکستان سره په اړیکو کې د افغانستان ګټې په پام کې ولري.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه چې، پاکستان باید نور د افغانستان پر وړاندي پټه جګړه ختمه کړي:

″د افغانستان حکومت باید د نړېوالې ټولنې په مرسته له دوي سره خبرې وکړي او نور دغه مرموز جنګ چې دلته پيل شوی او ملت مو وژني، که دا د افغانستان او پاکستان تر منځ په علني جنګ بدل شي، زه فکر کوم چې دا د افغانستان د ملت په خیر ده.″

د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو کې د یکشنبې په ورځ په یوې ځان وژونکې حملې کې نږدې شپیته تنه چې د والیبیال د لوبې لیدو ته راټول شوي و، ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شوه.

د دغې پيښې زیاتره قربانیان ځوانان او ماشومان و.

په همدې حال کې یو شمیر سناتوران وایې، ګاونډي هیوادونه په ځانګړي توګه پاکستان په افغانستان کې په روښانه توګه لاس وهنه کوي.

د مشرانو جرګې غړي هدایت الله رهایې د دغې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې، د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندي بې پروایې کوي:

″اوس وینو چې د ګاونډیو په ځانګړي توګه پاکستان مداخلې روښانه شوي دي. د پاکستان حکومت نن ورځ افغانستان خپل د لاس آله ګرځولی دی. نه زموږ د حکومت او نه هم زموږ د خلکو پروا لري. په حقیقت کې افغانستان نن د پاکستان په استعمار کې دی.″

بل سناتورعلي اکبر جمشیدي بیا پاکستاني پوځیان له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب په نه مراعتولو تورنوي:

″دا په یو ډول ښیې چې د پاکستان پوځیان صداقت نه لري او د دواړو ملتونو افغانستان او پاکستان تر منځ ښه ګاونډیتوب نه مراعت کوي.″

سره له دې چې تر اوسه کومې ډلې د پکتیکا د پيښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی خو، د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایې، دا د حقاني شبکې کار و.

په هیواد کې وروستۍ ناامنۍ او په ځانګړي توګه د پکتیکا پيښې د عامو خلکو او افغان چارواکو سخت غبرګون را و پاروه.

مدني بنسټونو او خلکو دا کار یو ظالمانه او غیر انساني عمل یاد کړ او له حکومته په کلکه غوښتنه لري چې نور نو په افغانستان کې د ناامنیو او وژنو مخه و نیسي.

XS
SM
MD
LG