د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

مسلمیار: د پاکستان استخبارات او پوځ د افغان حکومت دښمن دی


د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وایي؛ د پاکستان استخبارات او پوځ د افغان حکومت دښمن دی او باید د دوست او دښمن تعریف وشي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي؛ د پاکستان استخباراتي سازمان یا "آی اس آی" او د دغه هیواد پوځ د افغان حکومت دښمن دی او باید هغوی په دې وپوهول شي چې د افغانستان بې ثباته کول د پاکستان د بې ثباتۍ په قیمت تمامیږي.

فضل الهادي مسلمیار چې د پکتیکا د یحیی خېلو ولسوالۍ د خونړۍ حملې نه یوه ورځ وروسته خبرې کولې؛ ویې ویل چې افغان حکومت باید دوست او دښمن وپيژني او له دښمن سره د یوه ځواکمن حکومت له دریځ نه چلند وکړي.

ښاغلي مسلمیار وویل، "آی اس آی" او پاکستان پوځ باید د افغان حکومت له خوا په دې وپوهول شي چې د افغانستان بې ثباتي دواړه ملکونه بې ثباته کوي:

"د افغانستان دښمن مشخص دی چې هغه د پاکستان آی اس آی او د پاکستان پوځ دی. له هغوی سره خبرې کول یا د پاکستان حکومت سره خبرې کول دا دافغان حکومت وظیفه ده. دا خبرې په سوال نه کیږي، په واضح او په صحیح شکل باید ورسره شي چې یو سالم افغانستان جوړ افغانستان د دوی په خیر دی.

که چېرته دوی د افغانستان بې ثباتۍ پسې راخیستي وي؛ لکه څنګه چې دوی خپلو کارونو ته دوام ورکوي؛ تاسو ګورئ چې نن پاکستان له موږ نه ډېر بې ثباته دی دا د دوی د خپلو اعمالو نتیجه ده."

ښاغلي مسلمیار وویل، افغان حکومت ته په کار ده چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د سرحدونو امنیت تامین کړي او د استخباراتي برخو په پیاوړتیا سره پرینږدي چې د افغانستان دښمنان د افغانانو په وینو لاسونه سره کړي.

د ملي امنیت عمومي ریاست بیا د دې پيښې پړه په حقاني تروریستي شبکې واچوله.

د پاکستان حکومت د نړیوالې ټولنې د یو شمیر نورو غړیو په څېر په دې پيښه کې د خلکو وژنه غندلې ده او هغه یې د تروریستانو کار بللی دی.

د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د یکشنبې ورځې په انتحاري حمله کې نږدې شپیته کسان ووژل شول او څه باندې شپیته نور هم ټپيان شول.

اخوا کارپوهان وايي، افغان حکومت د ورته حملو په ځواب ویلو کې ناټوانه پاتې شوی او تر اوسه یې کوم باالمثل عمل نه دی ترسره کړی.

یوه پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"په افغانستان کې د داسې حملو هدفونه بې ثباته دي. د خلکو لرې والی دی له دولت نه. دا چې د مشرانو جرګې رییس وایي چې زموږه بې ثباتي به پاکستان هم بې ثباته کړي دا به څه وخت کړي. دا به څه وخت بې ثباته کړي. موږ خو دا دیارلس کاله بې ثباته یو. پاکستان کې هم کیږي خو هغوی په خپل منځ کې چندان اهمیت نه ورکوي."

په افغانستان کې د ملکیانو وژل کیدل کومه تازه خبره نه ده؛ خو په پکتیکا کې دا دویم ځل دی چې په روان کال کې لسګونه ملکیان په انتحاري حمله کې وژل کیږي.

دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې د افغانستان ولسي جرګې له امریکا او ناټو سره امنیتي سندونو ته مثبتې رایې ورکړې.

کارپوهان وايي که څه هم د ملي یووالي حکومت امنیت خپل لومړیتوب اعلان کړی و خو تر اوسه په دې ژمنه کې ناکامه ثابت شوی او باید د قدرت د ویش په سر د خپلمنځي لانجو پر ځاي د هیواد امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG