د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

"بارک اوباما په افغانستان کې د امریکا ماموریت اوږد کړ"


یو شمیر لویدیځو رسنیو په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت مودې د یوه کال اوږدیدو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویار ټایمز:

نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکي چې په دې اړه د امریکا د ولسمشر فرمان امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د طالبانو او نورو هغو تندلارو ډلو پر وړاندې ماموریت ته دوام ورکړي چې د افغانستان حکومت او نړیوال ځواکونه ګواښي.

ورځپاڼه لیکي، د نوي جواز له مخې د امریکایې جټ او بې پیلوټه الوتکي هم د افغان سرتیرو د ملاتړ لپاره کارول کیدای شي.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې ولسمشر بارک اوباما په مې میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې اعلان کړی و چې د امریکا پوځ به راتلونکی کال د افغانستان په جګړه کې هیڅ رول ونه لري اوویلې یې وه چې ۹۸۰۰ سرتیري په افغانستان کې یوازې د ا افغان ځواکونو د روزنې او د القاعده شبکې د غړو د ځپلو لپاره پاتیږي؛ خو د ورځپاڼې په دغه مطلب کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د بدلون په اړه پرېکړه د هغو اوږدو او تودو بحثونو نتیجه ده چې د اوباما په اداره کې یې لانجې رامنځته کړې وې.

نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې که څه هم په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي رول په اړه بحثونه ډیر اوږده شول؛ خو وایي په ځانګړي ډول دوو موضوعګانو په دې وروستیو میاشتو کې دغه بحث بدل کړ.

لومړی د عراق په شمال کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلي پرمختګونه او د هغه هېواد د پوځ کمزورتیا وه چې په دې برخه کې له عراق څخه د امریکا د پوځیانو د ایستلو په برخه کې پر ولسمشر انتقادونه وشوه. انتقاد دا و چې عراقي ځواکونه له لازمې تیارۍ پرته د خپل هیواد د ساتني په برخه کې یوازي پریښودل شوه.

نیویارک ټایمز دا هم وایي دغه مساله د دې لامل شوه چې د افغانستان په وړاندې د اوباما پر ستراتیژۍ انتقادونه ډیر شول.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼي هم یو مطلب خپور کړی چې نوم یې دی؛ "بارک اوباما په افغانستان کې د امریکا ماموریت اوږد کړ".

په دې مطلب کې د امریکایي چارواکو له قوله ویل شوي چې د متحده ایالاتو پوځیان به اجازه ولري چې طالبان په نښه کړي او د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ وکړي.

ګاډرین زیاتوي ولسمشر اوباما په محرمانه ډول داسې لارښودونه تصویب کړې چې د امریکا د دفاع وزارت ته اجازه ورکوي؛ په افغانستان کې وسله وال طالبان په نښه کړي.

ګارډین په دوام کې د امریکایي چارواکو له قوله دا هم لیکي چې په دې اقدام سره هغه مخکیني پلانونه چې له مخې یې د تر روان کال وروسته د ټروریزم پر وړاندې مبارزه کې د امریکا د پوځ ماموریت محدود شوی وو؛ پراخیږي.

ګارډین زیاتوي چې نوي لارښودونه داسې مهال د بارک اوباما له خوا صادر شوي چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته نژدې شوی او زرګونه امریکایي سرتیري خپل هیواد ته ستانه شوي دي او امریکا د راتلونکي کال لپاره د افغان پوځیانو د روزنې لپاره چمتو والی نیسي.

د ګارډین په دهغه مطلب کې راغلي؛ د امریکا د پوځي ماموریت د اوږدېدو پریکړه به په افغانستان کې د پاته کېدونکو سرتیرو پر شمېر اغیز ونه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اوباما د روان کال په لومړیو کې سپارښتنه کړې وه چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به په ا فغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېر ۹۸۰۰ ته راکم شي.

تمه کیږي، دغه شمېره د ۲۰۱۵ کال تر پایه تر نیمایي پورې راکمه شي.

XS
SM
MD
LG