د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

سعادت: هیڅ څوک په انتخاباتي قضیوو کې د مداخلې حق نه لري


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون رییس عبدالستار سعادت
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون رییس عبدالستار سعادت

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د معترضو کاندیدانو د شکایتونو د څېړلو په هدف د افغانستان لویې څارنوالۍ ته د مکتوب لېږل غیر قانوني ګني.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د معترضو کاندیدانو د شکایتونو د څېړلو په هدف لویې څارنوالۍ ته د مکتوب لېږل د یو شمېر خاصو کړیو کار ګني.

کمیسیون یادې کړۍ د دوی په کار کې په لاسوهنه تورنوي او وايي چې د افغانستان د جمهوري ریاست له ادرسه لویې څارنوالۍ ته د مکتوب لېږل غیر قانوني دي.

د دغه کمیسیون رییس عبدالستار سعادت د شنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل؛ لویه څارنولې باید هغه کمیته چې د معترضو کاندیدانو د شکایتونو د څېړلو په هدف یې جوړه کړې ده منحل اعلان کړي:

"یوه کړۍ ده چې له هرې وسیلې استفاده کوي. کوم مکتوب چې د جمهوري ریاست له ادرسه لویې څارنوالۍ ته استول شوی دی غیر قانوني دی.

یو لامل چې زموږ بنسټونه خپل اعتبار له لاسه ورکوي دا دی چې ډېر بېړنی اقدام کوي.

غواړم ووایم چې هیڅ څوک او هیڅ یوه کړۍ نه شې کولای د جرمي مسایلو په بهانه په انتخاباتي قضیوو کې مداخله وکړي."

د ولایتي شوراګانو یو شمېر معترضو کاندیدانو ویلي چې ولسمشر د دوی د شکایتونو د څېړلو په هدف لوې څارنوالۍ ته یو مکتوب استولی دی.

د ولایتي شورا یوه معترض کاندید او د مشرانو جرګې مرستیال د تیرې پنجشنبې په ورځ دغه مکتوب خبریالانو ته هم وښود.

خو د ولسمشر حقوقي سلاکار د جمعې په ورځ یوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال د ښاغلي غني له ادرسه لویې څارنوالې ته د داشان یو مکتوب لېږل رد کړل.

نوموړې وویل چې لویې څارنوالې ته په لېږل شوي مکتوب کې؛ د چارو د ادارې له خوا یواځې دومره لیکل شوی چې شکایتونه دې د قانون له مخې وڅېړل شي.

تر دې د مخه د ولایتي شورا ګانو یو شمېر کاندیدانو ویلي وو چې انتخاباتي کمیسیونونه په خپلو کارونو کې شفافیت نه لري او حق حقدار ته نه سپاري.

خو د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون رییس عبدالستار سعادت بیا وايي؛ دوی یوه کمیټه جوړه کړې چې انتخاباتي شکایتونه او اړوند جرمي موضوعات په اساسي ډول وڅېړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG