د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

سعادتي: فکر نه کوم چې د لندن تر کنفرانس مخکې ټوله کابینه معرفي شي


د کابینې جوړیدو ته د جوړ شوي ګډ کمیسیون غړي وایي؛ فکر نه کوي، چې دلندن تر کانفرانسه دې د افغان حکومت کابینه جوړه شي.

په داسې حال کې چې خلک او ملي شورا د کابینې په ژر جوړېدو ټینګار کوي؛ د کابینې جوړیدو ته د جوړ شوي ګډ کمیسیون غړي وایي؛ فکر نه کوي، چې د لندن تر کانفرانسه دې حکومت دا کار وکړای شي.

د دغه کمیسیون غړي اسدالله سعادتي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ د هغه اختلافاتو له امله چې د دواړو ټیمونو د غړو تر منځ موجود وو؛ د دوی کار دوه اوونۍ د مخه ودرول شو او کمیسیون خپله د کار نتیجه ولسمشر ته وړاندې کړه.

ښاغلی سعادتي دا احتمال کمزوری ګڼي چې ډیر ژر دې د کابینې غړي معرفي شي:

"که څه هم چې احتمال یې کمزوری دی؛ خو بیا هم هیله مندي شته چې د کابینې یوه برخه د لندن له کنفرانس څخه د مخه معرفي شي. خو فکر کوم چې د لندن له کنفرانس څخه د مخه ټوله کابینه نه معرفي کیږي."

ولسمشر اشرف غني د خپل کار په لومړی ورځ خلکو ته ډاډ ورکړی و چېکابینه به د ۴۵ ورځو په ترڅ کې اعلان کړي.

خو د دوو میاشتو په تېرېدو سره خلک اندیښنه لري چې د کابینې نه معرفي کول او د ملي وحدت د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات د دې لامل ګرځيدلي چې د هیواد امنیتي او اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو شي.

د سیاسي چارو کارپوه "ثمر سیرت" هم په همدې باور دی او وایي چې باید د ملي وحدت د حکومت مشران ملي ګټې په پام کې ونیسي او ژر تر ژره د وزیرانو کابینه معرفي کړي تر څو د واک تشه ډکه شي:

"د دې مشکل د حل یوازینۍ لاره همدا ده چې دوی له خپلو شخصي ګټو تېر شي او د ملي ګټې په نظر کې ونیسي او د افغانستان لپاره یوه واقعي کابینه معرفي کړي او د هغه شخصي اختلافات چې ډاکټر غني او ډاکټر عبداله یې په خپلو کې لري؛ له دغو نه باید صرف نظر وکړي او د هماغو سیاسي تعهداتو او قرارداد له مخې چې په هغې کې واضح ده چې اهل کار کابینې ته معرفي کوي؛ خپل کارونه پر مخ یوسي."

د تیرې جمعې په ورځ د ولسمشر حقوقي سلاکار خبریالانو ته وویل چې ډیر ژر به د کابینې د اعلان په اړه پرمختګونه وشي او د موازي ادارو د له منځه وړلو او شایسته سالاری د راوستلو لپاره د کابینې پر سر خبرې دوام لري.

خو خلک په دې باور دي چې د ملي وحدت د حکومت د کابینې په جوړښت کې باید هغه تیروتنې تکرار نه شي چې د تیرو دیارلسو کلونو د حکومت د وزیرانو په کابینه کې موجودې وې.

XS
SM
MD
LG