د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

جمهوري ریاست د صلاح الدین رباني د استعفا خبره رد کړه


د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني
د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني

د افغانستان جمهوری ریاست د سولې د عالي شورا د رییس صلاح الدین رباني د استعفا خبره رد کړه.

د افغانستان جمهوری ریاست د یو شمېر افغان رسنیو له خوا د سولې د عالي شورا د رییس صلاح الدین رباني د استعفا خبره ناسمه ګني.

د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

صلاح الدین رباني د سولې د عالی شورا د پخواني رییس برهان الدین رباني زوی دی او وروسته له هغې د دې شورا مشري ور په غاړه شوه چې پلار یې په خپل کې کور کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازداي راډیو ته وویل چې خبره د استعفا تر حده نه وه؛ بلکه یواځې د نظر شریکول وو.

ښاغلی قاسمیار وايي چې د سولې عالي شورا رییس یواځې د بدلونونو په هدف د ګوښه کېدلو یوه یادونهکړې وه؛ خو د افغان ولسمشر له خوا نه ده منل شوې.

کارپوهان په دې باور دي چې د سولې د عالی شورا د مشر د احتمالي استعفا یو لامل ښايي د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې په خبرو کې د نوموړې شورا پاتې راتلل وي.

د چارو یو کارپوه او د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل چې د سولې عالی شورا د افغان ولس د تمې او انتظار سره سم د سولې د راوستلو په برخه کې اغیزمن کار نه دی کړی:

"اساساً خو د افغان ولس تمه دا وه چې سوله دېره برجسته وي او انتظارات یې هم ډېر لوړ وړ؛ خو په عمل کې لکه څنګه چې په کار وو؛ ولیدل شول چې د سولې عالي شورا کومه لاس ته راوړنه نه درلوده. نو که دا خبره رېښتیا وي چې استعفا یې کړې وي؛ ښايي لامل یې دا وي چې دوی شاید پوهېدلي وي چې نوی دولت که سوله کوي؛ نو بل پلان به ورسره وي."

د یادونې ده چې په تېرو څو کلونو کې د سولې د عالي شورا په مشرتابه دا انتقادونه وو چې د ډېرو بوختیاوو او سیاسي فعالیتونو له امله نه دي توانېدلي چې د سولې په برخه کې کوټلي او عملي ګامونه پورته کړي.

د سولې عالي شورا د مشر د استعفا په اړه دغه ضد او نقیض خبرې په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله له دې وړاندې ویلي چې د دې شورا په جوړښت کې به بدلون راولي.

کارپوهان په دې باور دي؛ که په راتلونکې کې هم دا ډول یوه شورا د سولې او پخلاینې په برخه کې کار وکړي؛ د دوی طرحې به عملي بڼه ونه لري.

دوی وايي، که حکومت غواړي، له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ شي؛ باید د سولې په شورا کې داسې کسان وګماري چې د منځګړو په توګه دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.

XS
SM
MD
LG