د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

سعودي عربستان په کابل کې د اسلامي زده کړو یو مرکز جوړوي


د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازی د کابل لپاره د سعودي عربستان له نوي مصفر عبدالرحمن الفاصب سره په یوه خبري کنفرانس کې
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازی د کابل لپاره د سعودي عربستان له نوي مصفر عبدالرحمن الفاصب سره په یوه خبري کنفرانس کې

د سعودي عربستان دولت غواړي په کابل ښار کې د ملک عبداله ابن عبدالعزیز په نوم د اسلامي زده کړو یو مرکز جوړ کړي.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر مصفر عبدالرحمن الغاصب وویل؛ په کابل ښار کې به د ملک عبداله ابن عبدالغزیز د اسلامي زده کړو دا مرکز نه یوازې دا چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوستۍ څرګند ثبوت وي؛ بلکی په سیمه کې به د متعدل اسلام؛ د اصولو د زده کړو یوستر مرکز هم وي.

داچې د دې مرکز فعالیتونه به څه وي؛ ښاغلي مصفرعبدالرحمن الغاصب يې په هکله وویل:

"سعودي عربستان تاکید کوي چې دا مرکز به د اسلامي زده کړو یوه نمونه مرکز وي. خلک به په کې دیني اصول زده کوي.

سعودي عربستان له تروریزم سره په جنګ کې دی؛ په دې مرکز کې به هڅه وشي چې خلکو ته د ټروریزم او تشدد پرضد او د دین د اعتدال په برخه کې ښوونې وشي."

په افغانستان کې د سعودی عربستان سفیر وویل؛ دا مرکزبه د سعودي عربستان او د افغانستان د حج او اوقافو د وزارتونو له خوا اداره کیږي.

یوه برخه به یې یو جومات وي چې په یوه وخت کې به د لسو زره لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.

همدارنګه د کنفرانسونو تالار، اداري او درسی خونې، شنه سیمه او نورلازم او تجهیزات هغه څه دي چې په دې پروژه کې شامل دي.

ښاغلي سفیر دا هم وویل، د دې مرکز د ودانولو لګښت محدودیت نه لري او هرڅومره چې قراردادي ساختماني شرکت او د سعودي عربستان د مالیې وزارت وټاکل، سعودي دولت یې ورکولو ته چمتو دی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازي وویل؛ دې مرکز ته د کابل ښار د مرنجان غونډۍ ځانګړې شوې ده:

"کومه تفاهمنامه چې زما په لاسلیک شوې او د وزیرانو شورا ته تللې؛ یولکو اته لس زره او نهه سوه مترمربع ځمکه ورته ځانګړي شوې؛ په لومړیو څلورو میاشتو کې به ډیزاین او له وروسته به په دوه کلونو بشپړ شي."

مصفر عبدالرحمن الغاصب، په افغانستان کې د ملي یووالی د حکومت له جوړېدو وروسته په افغانستان کې د سعودی عربستان د سفیر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

خلک وايي، د دې مرکز فعالیدل به افغان ځوانانو ته دا زمینه برابره کړي چي په هیواد کې دننه دیني زده کړې وکړي او د دیني زده کړو لپاره به ګاونډیو هیوادونو ته دتګ هڅې کمې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG