د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

"د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د امريکا هڅې بېخي ناکامه شوي"


نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د امریکا د مرستو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه مطالب خپاره کړي دي.

USA Today ورځپاڼه:

د امريکا چاپ "يو. ايس. اې ټوډې" ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امريکا د مرستو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا پر مرستو د څار ادارې د مشر جان سوپکو له قوله ليکلي؛ چې ويلي يې دي: د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د امريکا هڅې بېخي ناکامه شوي او تر لسو کلونو وروسته هم د افغانستان اقتصاد په پښو نه دى درېدلى.

ښاغلي سوپکو امريکايي متخصصانو ته په خطاب کې ليکلي چې په افغانستان کې ګڼو شتمنيو ته په پام سره که دوى هڅه کوله؛ کولاى يې شواى په دې موده کې افغانستان په اقتصادي لحاظ په ځان بسيا کړي.

يو. ايس. اې ټوډې ورځپاڼې ليکلي؛ د امريکا د مرستو يوه اساسي ستونزه دا وه چې د کار د ايجاد لپاره کومه رهبري يا اداره نه وه او بېلابېلو امريکايي ادارو بېلابېل کارونه کول چې يوه له بلې خبره نه وه.

يو. ايس. اې ټوډې د جان سوپکو له قوله ليکي چې ويلي يې دي: د افغانستان د طبيعي زېرمو ارزښت يو ټرليون يا زر مليارده ډالره اټکل شوى؛ که يې د ودې او استخراج لپاره کار کېدلاى؛ دغه هېواد به د نړيوالو مرستو ته اړ نه و.

د ده په خبره، د مرستو د ښه مديريت او په افغانستان کې د پانګونو د غوره قوانينو نشتوالى؛ د دې سبب شوى چې دغه زېرمې تر خاورو لاندې پاتې شي او د افغانستان لاس نړيوالو مرستو ته غځېدلى وي.

د ښاغلي سوپکو په خبره، د اداري فساد او ناامنيو له کبله د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ١٢٠ ملياردو ډالرو په اندازه پانګونه هم له خطر سره مخامخ ده.

د ورځپاڼې د ليکنې په حواله؛ د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا پر مرستو د څار ادارې مشر جان سوپکو د نورو برخو لکه د بيان او حرکت د ازادۍ؛ پوهنې او روغتيا په برخه کې خوشبين دى او وايي چې افغانستان په دې برخو کې لاسته راوړنې درلودې.

فارن پاليسي:

د فارن پاليسۍ خپرونې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د راتلونکي په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي؛ افغانستان د ګوتو په شمار داسې رهبران درلودل چې تر سياسي تحولاتو او بدلونونو وروسته دې ژوندي پاتې وي.

خپرونه ليکي، د جمهوري رياست د څوکۍ تر پرېښودلو دوې مياشتې وروسته حامد کرزى په ارامۍ په کابل کې ژوند کوي؛ په بهرنيو سفرونو ځي او ژوند ته يې کوم جدي ګواښ نه دى متوجه.

د خپرونې په باور، د افغانستان په تاريخ کې دغسې يو حالت ډېره کمه سابقه لري.

خپرونه زياتوي، برخليک د ښاغلي کرزي راتلونکى ښه لوري ته رهبري کړ او د افغانستان د پخوانيو رهبرانو په څېر په سياسي تحولاتو کې ونه وژل شو. خو دا چې تاريخ به يې په اړه څه ډول قضاوت کوي؛ هغه څه دي چې څو لسيزې وروسته به راتلونکو نسلونو ته معلوم شي.

فارن پاليسي خپرونه ليکي، تاريخ ليکوال به د کرزي په رهبرۍ له کړکېچ نه د ډکې دورې په اړه حقايق بيان کړي.

خپرونه د ليکنې په دوام زياتوي؛ دا پوښتنه لا هم پرځاى پاتې ده چې ايا کېداى شي د کرزي کاري موده د افغانستان په تاريخ کې يوه دوره ونومول شي؟

XS
SM
MD
LG