د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۲

"د دارالامان پر سړک انتحاري برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه کې په شوې انتحاري حمله کې درې تنه وژل شوي اوشاوخوا شل تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په چاودنه کې د ولسي جرګې غړې شکریه بارګزۍ هم ټپي شوې ده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادۍ راډیو ته وویل چې حمله انتحاري وه چې د کورلا ډوله موټر په واسطه شوې چې هدف یې شکریه بارګزۍ وه.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې د دوی تحقیقات جریان لري.

د استقلال روغتون یوه ډاکتر نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ راډیو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه پنځلس ټپیان ور وړل شوي دي چې اکثره یې ملکیان دي.

تر دا مهاله د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

پخواني معلومات:

د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې په یوه چاودنه کې نږدې شلو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

له سیمې نه د ازادي راډیو خبریال وايي؛ پيښه انتحاري حمله وه.

عیني شاهدانو بیا ازادي راډیو ته ویلي انتحاري حمله کونکي وروسته له هغه په ځان پورې تړلیو موادو ته چاودنه ورکړه چې د ولسي جرګې د غړې شکریې بارکزۍ موټر له همدې سیمې تېرېده.

ویل کیږي، میرمن بارکزۍ هم په دې پيښه کې ټپې شوې ده؛ خو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا د استقلال روغتون یوه ډاکټر ازادي راډيو ته وویل؛ تر اوسه له دې پيښې د دوی روغتون ته پنځلس ټپيان وروړل شوي چې اکثر یې ملکیان دي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند دا پيښه تایید کړه او ويې ویل چې په په اړه څیړنې پيل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG