د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

فارن پالیسي:ایا پاکستان به د افغانستان د ښه نیت ډالۍ ومني؟


نړېوالو ورځپاڼو پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر او نوې کابینې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې عنوان يې دی؛ "ایا پاکستان به د افغانستان د ښه نیت ډالۍ ومني؟"

فارن پالیسي لیکي، د افغانستان د جمهور رئیس په توګه له ټاکل کیدو راپدېخوا محمد اشرف غني له ګاوندي پاکستان سره د ښو اړیکو ټینګول خپل کاري لومړیتوب بللی دی.

ولسمشر غني له طالبانو سره چې زیات شمیر يې په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري؛ د سولې د خبرو لپاره د مختلفو لارو چارو د موندلو په لټه کې دی.

فارن پالیسي لیکي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک پر مهال له ښو او کړکیچنو پړاونو تیر شوي دي.

د خپرونې په وینا، جمهور رییس اشرف غني له پاکستان سره د ښو اړیکو د تینګښت په هدف د خپل لوړې په مراسمو کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین دعوت کړ او د پاکستاني چارواکو له خوا يې اسلام اباد ته د سفر بلنه ومنله.

افغان ولسمشر له پاکستان سره د ښو اړیکو د نوي دور د پیل خبره کړې ده او د داړو هیوادونو ترمنځ يې د ښو او پراخو سوداګریځو اړیکو غوښتنه وکړه.

فارن پالیسي د ځینو راپورونو په حواله وايي؛ ولسمشر غني له خپلو سلاکارانو غوښتي چې له پاکستان سره د اړیکو د ښه والي او پرمختګ لپاره پلانونه جوړ کړي.

د خپرونې په باور سیمې ته د سخت دریځو د ګواښ د مینځه وړلو لپاره دا اړینه ده چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه په خپلو کې ټینګه او ښه همکاري ولري.

فارن پالیسي زیاتوي، په روانه نومبر میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر کابل ته لاړ؛ له ولسمشر غني، اجراییوي رییس عبدالله عبدالله او د افغانستان د دفع له وزیر بسم الله محمدي سره يې وکتل.

جنرال راحیل شریف په کابل کې وویل؛ دواړوه هیوادونه غواړي چې په خپلو کې د اړیکو نوی دور پیل کړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د افغان حکومت د نوې کابیني لپاره د ولسمشر غني له خوا د اعلان شوي مهلت د پای ته رسیدو موضوع څیړلې ده.

ورځپاڼه لیکي، جمهور رییس اشرف غني ونه توانید چې د خپل واک په لومړیو ۴۵ ورځو کې د کابینې د تشکیل په اړه خپله ژمنه چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال يې کړی وه؛ عملي کړي.

نیویارک ټایمز ته یو شمېر لویدیځو ډیپلوماټانو ویلي؛ دوی اندیښنه لري چې هسې نه د کابیني د جوړښت په اړه د ولسمشر غني او د افغان حکومت د اجراییوي رییس عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات د دې سبب شي چې د نوې کابینې د تشکیل کار لا پسې پیچلی او د روان کال پای او یا هم نوي کال ته پاتې شي.

د ولسمشر غني ویاند نظیف الله سالار زي نیویارک ټایمز ته ویلي؛ ولسمشر پوهیږي چې د کابیني لپاره يې اعلان شوی مهلت پای ته رسیدلی؛ خو د سالار زي په خبره د کابینې د تشکیل لپاره نور وخت او غور فکر ته اړتیا ده.

د سیاسي چارو افغان کتونکی بشیر پیژن نیویارک ټایمز ته ویلي؛ د نوي کابینې په اړه د دواړو ټیمونو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي. د هغه په خبره دواړه ټیمونه هڅه کوي چې نور وخت ترلاسه کړي او د خپلو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کېدو د مخنیوي په هدف په مناسب وخت کې نوي وزیران وټاکي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د افغان حکومت د کابینې په تشکیل کې ځنډ د حکومت زیات شمېر پروګرامونه په ټپه درولي دي او په داسې حساس وخت کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتو دي؛ د مهمو مسالو لپاره يې د وخت د ختمېدو په اړه لویدیځ مرستندویان او افغان چارواکي اندیښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG