د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

کوټه: وسله والو د نايي پر دوکان ډزې کړي،۵تنه يي وژلي


پرون ماښام په کوټه کې وسله والو د نايي پردوکان ډزې کړې، چي پينځه تنه يې وژلي او دوه يې ټپيان کړي دي.

وژل شوي کسان د پنجاب ايالت اوسېدونکې دي، چي يو په کې هندو او يو شيعه مذهبه دى. د دوى د وژنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى.

د چارشنبې په ماښام د کوټې ښارپه منځ کې پرموټرسايکل سپرو وسله والو پر دوو دوکانونو ډزې وکړې، اوو تنو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

پېښه د ښارجنوب ختيځ لورته مېکانګي سړک ته څېرمه پر عثمان سړک وشوه، چې اکثر په کې د فرنيچرسامان، د ترکاڼانو او خياطانو دوکانونه دي او ډېرى کارکوونکې يې د پنجاب اوسېدونکې دي.

د ګوالمنډۍ تاڼې يوه پوليس مشر رسنيو ته وويل، چې دا د هدفي وژنو يوه پېښه ده، وايي دوه تن مخپټي کسان پر موټرسايکل سپاره راغلي او ناببره يې د نايي او خياط پر دوکانونو ډزې پيل کړې دي، وايي دوى پر نورو دوکانونو هم ډزې کولې، خو په هغو دوکانونو کې ناستو کسانو په بيړه د خپلو دوکانونو دروازې را کښته کړې او ځانونه يې وژغورل.

په پېښه کې مړي او ټپي کسان سمدستي د کوټې ملکې روغتون ته راوړل شول.

يوه ټپي تن غلام ياسين- چې د جنوبي پنجاب د مظفرګړښار اوسېدونکى دى- د پېښې په اړه راته وويل:

"ما پرعثمان سړک په خپل دوکان کې کارکاوه، د سړي وېښتان مې ور جوړول، په موټر سايکل سپاره کسان را کښتل شول، دوکان ته را وختل موږ دروازه بنده کړې وه، وايي دروازه خلاصه کړه، بيا يې ډزې وکړې، موږ دوه تنه وو ترڅوکېو لاندې پټ شو، خو ويې ويشتلو، دوى دوې درې دقيقې ولاړ وو، بيا د مخامخ خياط دوکان ته ورغلل، هغه دستي دروازه را کښته کړه."

د روغتون مسوول ډاکټرمحمدجعفر وايي، په دې پېښه کې څلور تنه ځاى په ځاى وژل شوي او درې ټپيان وو، چې په هغوى کې هم د دوو حالت نازک وو، وروسته له هغوى څخه يوه بل تن هم ساه ورکړه او د مړيو شمېرپينځو تنو ته ورسېد. ډاکټر جعفر ازادي راډيو ته وويل:

"دوه ځايه ډزې شوې دي، څلورکسان په کې هملته وژل شوي دي، درې ټپيان وو، چې يو پرسر، يو پرسينه او يو پرلاسونو او پښو لګېدلى دى، له شناختي کارډونو مو وپېژندل، يو په کې هندو دى، يو شيعه دى، چې دوکانداري کوي او د رنګرېزۍ کارکوي."

په پېښه کې وژل شوي کسان ټول د پنجاب ايالت اوسېدونکې کارګر دي، چي د وژنې مسووليت يې تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

تردې پخوا هم په کوټه او د بلوچستان په نورو سيموکې په وار- وار د پنجاب اوسېدونکې په بېلابېلو حملو او د هدفي وژنو په پېښو کې وژل شوي دي، چې په ظاهر يې پړه پر خپلواکې غوښتونکېو بلوڅانو ور اچول کېږي، خو هغوى تل دا ډول تورونه رد کړي او وايي چې دوى هيڅکله بېګناه کارګر او مزوران نه وژني.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG