د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۵۶

د خوست په ټولو ولسوالیو کې به مسلکې لیسې جوړې شي


د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکې وايي، چې ډېر ژربه د خوست په ټولو ولسوالیو کې مسلکي لیسې جوړې شي، ترڅو زده کوونکو ته په بېلابېلو مسلکي رشتو کې د زده کړو زمینې برابرې شي.

د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محمداصف ننګ مشال راډیو ته وویل، چې د پوهنې وزارت پلان لري، ترڅو په راتلونکي کال کې د خوست په ټولو ولسوالیو کې له یوې څخه تر دریو پورې مسلکي لیسې جوړې کړي.

ده چې د سې شنبې په ورځ د تڼیو په ولسوالۍ کې د کرهڼې د مسلکي لیسې له پاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې زیاته کړه، چې په دې ولایت کې د بازار او سیمې اړتیاوو ته په کتو به د مسلکي مرکزونو اوسنۍ دوولس رشتې اویاوو بیلابیلو رشتو پورې ډیرې کړي تر څو په راتلونکې کې موږ په ټولو اړخونو کې مسلکي او روزل شوي کدرونه ولرو:

"اوس د خوست په مسلکي لیسو او انسټیټیونو کې دوولس رشتې دي، موږ به انشاالله دغه ته په نږدې وختونو کې اویاوو رشتو ته ارتقاء ورکړو او د بازار او د دې ولایت د خلکو غوښتنو او نیازمندیو سره سم به هغه لیسې فعاله کوو، چې ضرورت ورته لري، زه امید لرم چې د والي صیب په همکارۍ به انشاالله ټولو ولسوالیو ته مسلکې لیسې وغځوو، دا نن مو د تڼیو د مسلکې لیسې نه اغاز وکړو، انشاالله کال ته به په هره ولسوالۍ کې د دوه درې نورو مسلکې لیسو د جوړولو شاهدان هم واوسو."

د پوهنې وزارت مسلکې او تخنیکې مرستیال دا هم وویل، چې د مسلکې لیسو د شاګردانو د لوړو زده کړو د دوام له پاره د ولسمشر په لارښوونه په یو داسې میکانیزم او نوې طرحه کار کوي، چې دې زده کوونکو څخه به دکانکور ځانګړې رشتوي ازموینه اخیستل کېږي او یا دا چې د څلور کاله مسلکې کار وروسته به نوموړي کس ته د لیسانس معادل اسناد ورکول کېږي.

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د نوې ودانۍ د مشخصاتو په تړاو وویل، چې یاده وداني دوه پوړیزه ده، چې د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوې او د کار موده یې په یو کال کې بشپړه شوې ده:

"نن چې موږ د زراعت د مسلکې لیسې تعمیر افتتاح کوو، په دې باندې دیارلس میلیونه اوه لکه شل زره افغانۍ لګښت راغلی، پیسې يې د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې څخه برابرې شوي دي، زه امیدواره یم چې د دې لیسې د تشکېلاتو په شمول به په ټولو برخو کې معین صیب زموږ سره مرسته کوي."

د یادونې وړ ده چې دا مهال په خوست کې د ښوونکو د زده کړو د مرکزونو سربیره په مرکز او ولسوالیو کې اوه بیلابیل انسټیټونه او مسلکې لیسې شتون لري، خو کتونکې وايي، چې په مسلکې مرکزونو کې باید د زده کړو کېفیت لوړ شي او په کې مجرب او مسلکې استادان په دندو وګمارل شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG