د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

کابل: د امنیه قوماندان د دفتر امر په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو


د کابل ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د یکشنبې په ورځ یو ځان وژونکي برید وشو.

په دې برید کې د امنیه قوماندان د دفتر امر وژل شوی او شپږ پولیس ټپیان شوی دی.

امنیتي مسوولین وايي، د پیښې په اړه یې څیړنې پیل کړي چې برید کوونکي څنګه د قوماندانۍ ودانۍ ننوتی دی.

کارپوهان وایی، امینه قوماندانۍ چې د امنیت له پلوه تر ټولو خوندي ځای دی او داسې پیښه په کې کیږي، دا ښيي چې په امنیتي دنده کې بې پروایي شوې ده.

د کابل ښار د وروستیو پرله پسې ناامنیو په لړکې، مخالفین وتوانیدل چې ان د کابل ولایت په امنیه قوماندانۍ کې هم ځان وژونکی برید ترسره کړي.

دا پیښه د یکشنبې په ورځ د سهار شاوخوا نهه بجې د کابل د امنیه قوماندان په سکرتریت کې وشوه چې یو شمېر پولیسو اوعاموخلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر چې له پیښې روغ پاتې شوی خبریالانوته وویل، د پیښې نوعیت ځان وژونکی برید و او دا چې د پیښې مخه ولې نه ده نیول شوې په هکله يې څیړنې پیل شوي دي.

ده رسنیو ته د پیښې او د پیښې د قربانیانو په هکله لنډ معلومات ورکړل:

″لکه څرنګه چې دښمن په هرځای کې څرګندیږي په امنیه قوماندانۍ کې هم څرګند شو.

په دې پیښه کې ډګروال یاسین چې د امنیه قوماندانۍ د دفتر امر ووژل شوې، د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.″

امنیه قوماندان دا هم وویل، په پیښه کې شپږتنه پولیس ټپیان شوي دي.

په دې ورځ دا پیښه لومړې نه وه، بلکې تردې دوه ساعته د مخه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یوه بمي چاودنه هم وشوه چې مرګ ژوبله یې نه لرله.

کابل ښاریان وايې، امنیه قوماندانۍ چې د امنیت له پلوه تر ټولو خوندي ځای دی او دا ډول پیښه په کې کیږي، د ښار د نورو سیمو امنیت به څنګه خوندي وي.

د پوځي چارو ځیني پوهان وایې، د کابل په امنیه قوماندانۍ کې د داسې پیښې کیدل، په چارو کې د بې پروايئ څرګنده نښه ده.

د پوځي چارو پوه عتیق اله امرخیل په دې اړه ازادۍ رادیو ته وویل:

″اوس مهال درې امنیتي وزارتونه سرپرستان اداره کوي، دا لامل دی چې دندوته زیاته توجه نه کیږي.

دښمن د مسوولینو د همدې بې پروایي نه ګټه اخلي.″

کابل ښاریان دا هم وايې چې په دې وروستیو کې په کابل او نورو ولایتونو ناامنی زیاته شوی دی، دوي وايی امنیتي ارګانونوته پکارده چې کشفي ارګانونه پیاوړي او د مخالفینو د حملو شنډولو ته تدابیر جدي کړي.

راپور: خان محمد ″سیند″

پخواني:

چارواکي وايي چې د کابل امنیې قومندانۍ دننه چاودنې یوتن وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه نن سهار نهه بجې د امنیې قومندانۍ په دریم پوړکې رامنځته شوې ده.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهرظاهر لویدیځو رسنیو ته ویلي چې، چاودنه د یوتن له خوا چې د ملي اردو یونیفورم یې پتن وو کړې ده.

ویل کیږي چې شپږ ټپي شوی کسان هم پولیس وي.

دا نن سهار په کابل ښارکې دوهمه چاودنه ده لومړی چاودنه نن سهار اووه بجې د اتمې امنیتي حوزې اړوند د شاشهید په سیمه کې شوې چې د چارواکو په وینا تلفات یې نه لرل.

د امنیې قومندانۍ چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانومنلی دی.

پخواني

چارواکي وايي چې د کابل امنیې قومندانۍ کې چاودنې یوتن وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه نن سهارنهه بجې د امنیې قومندانۍ په دریم پوړکې شوې ده.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې د قومندانۍ د دفتر امر ډګروال یاسین خان وژل شوی او اته نور کسان چې ویل کیږي پولیس دی ټپيان شوی دي.

په کابل کې روغتیايي چارواکي وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه یو وژل شوی او اته ټپیان وروړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار اووبجې د کابل ښارپه شاشهید سیمه کې هم چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا مرګ ژوبله نه لرل.

XS
SM
MD
LG