د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

سالارزی: د پوځي عملیاتو لپاره یو طرزالعمل جوړیږي


په داسي حال کې چې د افغانستان حکومت په پوځي عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو د ښکیلولو پر پلان کار کوي؛ د ناټو عمومي منشي وايي؛ دوی به تر روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې په جنګي ماموریتونو کې برخه وانه خلي.

د دغه سازمان عمومي منشي یانس سټالټنبرګ له آزادي راډيو سره په یوې ځانګړي مرکې کې وویل چې په افغانستان کې د دوی نوی ماموریت به یوازې د افغان ځواکونو پر روزنې؛ مشورې ورکولو او ملاتړ ولاړ وي.

سټالټنبرګ زیاته کړه، چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای ته رسیږي.

"موږ به د افغان ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو، ملاتړ او د هیواد د ساتنې او تلفاتو د کمولو لپاره د دوی د وړتیاو لوړولو ته دوام ورکړو. خو د ناټو ځواکونه به په جنګي ماموریتونه کې برخه وانه خلي."

ښاغلي سټالټنبرګ وویل، چې افغان ځواکونه کافي وړتیا لري او کولای شي له خپل هیواد څخه ساتنه وکړي.

په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په یو دیرشمه پای ته رسیږي؛ خو دغه سازمان چمتو دی چې د اوږدې مودې لپاره له افغان ځواکونو سره د نورو همکاریو تر څنګ مالي مرستې هم وکړي.

د بهرنیو ځواکونو له لورې د عملیاتو پر مهال ملکي تلفات او د شپې له خوا د خلکو د کورنو تلاشي؛ هغه څه وو چې مخکیني حکومت ورسره مخالفت کاوه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له همدې امله پر بهرنیو ځواکونو انتقادونه وکړل او له افغان ځواکونو یې وغوښتل چې په پوځي عملیاتو کې له ایتلافي ځواکونو مرسته و نه غواړي.

خو اوس د افغانستان نوی حکومت پر یوه داسې پلان کار کوي چې له مخې یې په یو شمیر عملیاتو کې بهرني ځواکونه هم ښکیل کړي.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي آزادي راډیو ته وویل؛ ولسمشر د افغانستان امنیت شورا ته دنده سپارلې چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لپاره یو طرزالعمل جوړ کړي چې دا به د ټولو عملیاتو اساس وي:

"جمهور رییس د افغانستان امنیت شورا ته لارښونه کړې چې یو طرز العمل جوړ کړي، چې دا به په افغانستان کې د پوځي عملیاتو اساس وي. نو کله چې د دې مسوده جوړه شوه؛ رییس جمهور یې خپله شخصاً ګوري. کله چې ډاډ حاصل شو چې د دې طرزالعمل پر اساس افغان وګړو ته کوم زیان متوجه نه دي؛ بیا وروسته دوی کولای شي عملیات تر سره کړي."

ښاغلي سالارزي وویل، که په ځينو برخو کې افغان ځواکونه مرستو ته اړتیا ولري؛ نو ښایي له بهرنیو ځواکونو څخه یې وغواړي.

دا مهال افغان امنیتي ځواکونه په هېواد کې د ټولو پوځي عملیاتو مشري کوي او د راپورونو له مخې په وروستیو کې د دغو ځواکونو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي؛ دا چې د افغان ځواکونو تلفات ډیر شوي او کافي تجهیزات هم نه لري؛ نو دا ضروري ده چې په پوځي عملیاتو کې له بهرنیو ځواکونو مرسته واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG