د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۰۳

د طالبان یو نیول شوی روسی غړی په امریکا کې محکمې ته وړاندې شو


د طالبانو هغه نیول شوی غړی چې په خټه روسي دی د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو په یوې فدرالي محکمه کې څرګند شو.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې زنداني شوی وسله وال په امریکا کې محاکمه کیږي.

"اریک حمیدلین" چې د تروریزم په قضیه کې پرې ۱۲ تورونه لګیدلي دي؛ د سه شنبې په ورځ د ورجینیا ایالت په محکمه کې څرګند شو.

د اسوشیېټډ پریس اژانس په وینا؛ دا محاکمه د دې څرګندوی ده چې د ولسمشر اوباما اداره غواړي؛ دا وښيي چې د تروریزم په شک نیول شوي کسان د متحده ایالاتو په جنايي محکمو کې محاکمه کولی شي.

ټاکل شوې ده چې د نوموړي د محاکمې رسمي بهیر د راتلونکې جمعې په ورځ د فدرالي قاضي "هنري هوډسن" پر وړاندې پیل شي.

امریکايي مقامات وايي، اریک حمیدلین چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ افسر و؛ له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوی او د طالبانو د واک پر مهال له هغوی سره یو ځای شوی و.

حمیدلین په ۲۰۰۹م کال کې له هغې حملې وروسته چې په خوست ولایت کې پر افغان او امریکايي سرتیرو وشوه؛ ونیول شو.

د روسيي دغه تبعه چې له طالبانو سره یو ځای شوی و؛ د بګرام زندان په هغه پرخه کې زنداني و چې د امریکايي ځواکونو له خوا د ټروریزم په تور نیول شوي کسان په کې بندیان دي.

د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس په وینا؛ دا مهال د بګرام زندان په دغې برخه کې ۱۳ بهرني وسله وال چې د ټروریزم په قضیو کې تورن دي؛ زنداني دي.

متحده ایالات باید د روان ۲۰۱۴م کال د پای ته رسېدو دمخه په افغانستان کې د هغو زندانیانو د برخلیک په باب پرېکړه وکړي چې دا مهال له امریکايي سرتیرو سره بندیان دي.

پر اریک حمیدلین له ټروریزم سره د همکارۍ؛ دسیسې جوړوونې، د امریکا د یوې پوځي الوتکې د له مینځه وړلو او د ډله ییزې وژنې د وسله والو د کارولو د هڅې تورونه لګیدلي دي.

که چېرته نوموړی د ډله ییزې وژنې د وسلو د استعمال د هڅې په قضیه کې محکومیږي؛ نو د امریکا د قوانینو له مخې به د اعدام له سزا سره مخامخ شي.

د ځینو نورو تورونو د اثبات په صورت کې دا وسله وال په عمر قید هم محکومیدلی شي.

اسوشیېټډ پریس اژانس د امریکايي مقاماتو په حواله وايي چې حمیدلین د پخواني شوروي اتحاد په پوځ کې افسر او د ټانک قومندان و چې وروسته بیا د ۲۰۰۱م کال په اوږدو کې د طالبانو په لیکو کې شامل شو.

په ورجینیا ایالت کې د امریکا د لویې څارنوالۍ یوه مسوول اسوشیېټډ پریس ته ویلي؛ له اریک حمیدلین سره په بګرام زندان کې انساني چلند شوی؛ روغتیايي اسانتیاوې ورته برابرې شوي او کلتوري مسایل يې هم په پام کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG