د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۶

د افغانستان په اړه د نړېوالو ورځپاڼو تبصرې


نیویارک ټایمز ورځپاڼې چین ته د افغان ولسمشراشرف غني د سفر په اړه د زلمي خلیلزاد په قلم یومطلب خپورکړی دی.

خلیلزاد په دې مطلب کې چین ته د غني د سفرد اهمیت په اړه چې یوه بهرني هېواد ته د هغه لومړنی رسمي سفر دی لیکي، غني له ځان سره داسې حساب کړی چې چین ممکن هغه خلا ډکه کړي چې د امریکا او لویدیځ د ملاتړ د کمیدوپه صورت کې رامنځ ته کیږي او له پیکنګ سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو د رامنځ ته کیدو په خیال کې دی.

خو د خلیلزاد په وینا ایا افغانستان به وکولای شي له دې خطر پرته چې زښت زیات په پیکنګ پورې وتړل شي، د چین پانګونه او د امنیت په برخه کې مرسته جذب کړي.

خلیلزاد لیکي، چین ته د غني د سفر انګیزه پر لنډ مهاله واقعیتونو او اوږدمهاله اهدافو ولاړه ده.

د هغه په وینا لویدیځ له افغانستانه په داسې وخت کې وځي چې نه افغان حکومت له مالي پلوه خپل لګښتونه پوره کولای شي او نه هم د دې توان لري چې وسله وال طالبان چې پاکستان یې ملاتړ کوي، مات کړي او په لڼد مهال کې د نړېوالې مرستې متبادل هم ډیر کم دی چې د افغانستان دولت پرې وکولای شي دوام وکړي.

د خلیلزاد په وینا په اوږد مهال کې افغانستان هیله من دی چې په خپلو پښو ولاړ او د ريښتیني ثبات لرونکي هېواد په توګه اهدافو ته د رسیدو لپاره له خپلو دو زیرمو څخه کار واخلي.

له خپلو طبعي زیرمو او ستراتیژیک موقعیته چې ایران، پاکستان، چین او د مرکزي اسیا هېوادونه له یو بل سره نښلوي.

خلیلزاد وړاندې لیکي، چین به ممکن یواځینی قدرت وي چې انګیزه، منابع او هم ملي اراده ولري چې د افغانستان د لوړو اهدافو خوبونه په حقیقت بدل کړي.

بریتانوي ګارډین ورځپاڼې د هغه پاکستاني عکاس په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او د جګړې په نورو سیمو کې یې د کډوالو د ژوند په اړه د اخیستو عکسونو په خاطر د نړۍ یوه معتبره جایزه ګټلې ده.

د ژورنالیزم په برخه کې د لس زره ډالرو اولیویر ګراملینګ (Olivere S Gramling)

جایزی ګټونکي او په پاکستان کې د اسوشیتد پرس عکاس محمد محسن وایي، د هغه د دندې اساسي برخه پراعتماد څرخي، د ده په وینا ښایي دا مساله له کمرې څخه هم مهمه وي.

د ده په وینا اعتماد په پیسواخیستل کیدای نه شي او نه هم په کم وخت کې ترلاسه کیدای شي بلکه د اوږدې مودې پانګونې ته اړتیا لري.

محسن وایي، د خلکو د ژوند په اړه د عکسونو د اخیستو لپاره چې څلور کاله سیمو ته تللی، له خلکو سره غږیدلی او پوښتنې یې ورڅخه کړي یواځې یوه ژبه، د احترام او کنجکاوي ژبه یې کارولې ده.

د ده په وینا د ورځې په تیریدو سره داسې احساس ورته پیدا شوی چې پرده د خلکو باور زیات شوی دی.

دی وایي، تر ټولوغوره عکس یې چې تر اوسه اخیستی، د یوه افغان ماشوم هغه صحنه بیانوي چې د خولې له اوبو جوړه شوې پوقانۍ چوي.

XS
SM
MD
LG