د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ولسي جرګې په پوځ کې د ماشومانو د استخدام د منع قانون تصویب کړ


که څه هم په نظامي قطعاتو کې د ماشومانو پر استخدام له څو کلونو راهیسې انتقادونه کیږي؛ خو ولسي جرګې د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې په نظامي قطعاتو کې؛ د ماشومانو د استخدام د منع قانون د رایو په اکثریت تصویب کړ.

د ولسي جرګې د د فاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا د کمیسیون غړي همایون همایون یاد قانون تشریح او ویې ویل چې د جرګې اکثرو کمیسیونونو بحث پرې کړی دی:

"په نظامي قطعاتو کې د ماشومانو د استخدام د منع قانون د دې کمیسیون او د ولسي جرګې د نورو کمیسیونونو له خوا تربحث کولو وروسته ومنل شو. په ډېرو او جزوي مواردو کې یې بدلونونه راوستل شول او تصویب شو."

دا قانون دوه اوونۍ مخکې د عدليې د سرپرست وزیر له خوا ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې شو او تاکید يې وکړ چې په نظامي قطعاتو کې دې د ماشومانو د جلب او جذب مخه ونیول شي.

په نظامي قطعاتو کې د ماشومانو پر استخدام له څو کلونو راهیسې د افغانستان خلکو، د بشر د حقونو کورنیو او بهرنيو سازمانونو مسلسل انتقادونه کړي دي.

د افغانستان د بشر د حقوقو سازمانونو په نظامي قطعاتو کې د ماشومانو استخدام له بشري نورمونو خلاف ګڼلی او د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي چې که افغان حکومت په نظامي قطعاتو کې د ماشومانو د استخدام مخه ونه نیسي؛ پر وړاندې به یې سخت غبرګون وښودل شي.

دا قانون چې اوه مادې لري؛ د ماشوم حقونه په کې تعریف شوی او په کې ذکر شوی؛ هغه کسان چې ماشومان نظامي قطعاتو ته جذبوي؛ له شپږو میاشتو څخه به تر یوه کاله د حبس سزا وویني.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په نظامي قطعاتو کې د ماشومانو د منع د قانون تصویبول یو نیک ګام ګڼي او له حکومته هیله کوي چې پلی کېدو ته یې تدابیر جدي کړي.

د دې کمیسیون ویاند رفیع اله بیدار د شنبې په ورځ په دې ازادي راډیو ته وویل:

"له ډیرې مودې راهیسې موږ په دې موضوع کار کاوه چې افغانستان دې په دې اړه له نړیوالو نورمونو سره سم عمل وکړي. اوس چې دا قانون تصویب شو، دا یونیک اقدام دی؛ هیله ده چې په جدي توګه عملي شي."

ولسي جرګه په داسې حال کې په نظامي قطعاتو کې د ماشومانو د استخدام د منع قانون تصویبوي چې ویل کیږي؛ په نظامي قطعاتو کې اوس هم په بشپړه توګه د ماشومانو د استخدام مخه نه ده نیول شوې؛ په ځانګړې توګه د سیمه ییزو پولیسو په قطعاتو کې.

که څه هم معلومه نه ده، چې د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی قانون به څه وخت توشیح او عملي بڼه غوره کړي؛ خو راپورونه وایي، چې په اکثرو ولایتونو کې ماشومان د بې وزلۍ له امله پوځي قطعاتو ته ځي.

کارپوهان وایي، که د افغان بیوزلو ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته تدابیر ونه نیول شي؛ په ناامنیو، د مخدرومو په قاچاق او داسې نورو غیرقانوني چارو کې به ترې ګټه پورته شي.

دا قانون په داسې حال کې تصویبیږي چې له دې وړاندې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي چې د ماشومانو د استخدام د مخنیوي هڅې یې تیزې کړي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG