د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۱۷

د اوکراين په بېلتونپالو سيمو کې انتخاباتو ته تيارى روان دى


د اوکراين په لوهانسک او دونيڅک سيمو کې چې دواړه د روس-پلوه بېلتون غوښتونکو په ولکه کې دي، چارواکي وايي دوى انتخاباتو ته تيارى نيسي.

د اوکراين په ختيځو سيمو لوهانسک او دونيڅک کې دغه انتخابات سبا په پام کې دي.

په لوهانسک کې د دغو انتخاباتو په درشل کې نن د چوپتيا د ورځې په توګه لمانځل کېږي، چې کمپاينونو ته اجازه نه شته او د کمپاينونو پوسټرونه له مخکې لا ليرې شوي دي.

د لوهانسک د نومول شوي جمهوريت د مشرتابه لپاره څلور کسان کانديدان دي، چې په هغو کې اوسنى رهبر ايګور پلوتنيڅکي هم شامل دى، درې نور کسان د سوسيال غورځنګونو غړي دي، چې د نومول شوې ولسي شورا څوکيو ته کمپاين کوي.

خو د اوکراين په دونيڅک سيمه کې د چوپتيا ورځ لغو شوې او کانديدان اجازه لري چې خپل کمپاينونه وکړي.

د اوسني رهبر الکساندر زخارچينکو په ګډون درې کسان د دونيڅک د نومول شوي جمهوريت د مشرتابه لپاره په کمپاينونو بوخت دي. دوه نور غورځنګونه بيا په ولسي شورا کې د څوکيو د ګټلو لپاره مبارزه کوي.

په لسګونو دولتونو او ملګرو ملتونو ويلي چې دوى به د اوکراين د ختيځ په دغو دوو بېلتونپالو سيمو کې دغه انتخابات په رسميت ونه پېژني.

د امريکا متحده ايالاتو پرون وويل چې دوى هم د روس-پلوو ياغيانو له خوا دغه انتخابات په رسميت نه پېژني.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې او ناټو تړون هم دغه انتخابات غندلي دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د اوکراين د ختيځ په دغو دوو سيمو لوهانسک او دونيڅک کې د اوکراييني ځواکونو او روس-پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د تېرو شپږو مياشتو په شخړو کې تر ٤زرو زيات کسان وژل شوي دي.

تر ٣٠٠ زيات کسان يوازې په تېرو لسو ورځو کې وژل شوي او دا د هغه اوربند نازکوالى څرګندوي چې په سپټمبر مياشت کې ورباندې موافقه شوې وه.

XS
SM
MD
LG