د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

اورکزى ايجنسي: ٦ پاکستاني سرتېري او ٢٠ وسله وال وژل شوي


ډيورنډ کرښې ته څېرمه د کوز اورکزي ايجنسۍ کې چارواکي وايي چې د پاکستانيو ځواکونو او په سيمه کې د مېشتو وسله والو ترمنځ نښته شوې چې دواړه خواوو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د اورکزۍ ايجنسي سيمه ييزو امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي چې د شنبې په شپه د دې ايجنسۍ په ښکتنۍ برخې په شين درې نومي ځاى کې د پاکستانيو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٦ پاکستاني نيمه پوځيان او ٢٠ سخت دريځه وسله وال وژل شوي دي.

د دوى په وينا، په دغه نښته کې ٤ سرتېري او ګڼ شمېر وسله وال ټپيان شوي هم دي.

که څه هم د پاکستان دولتي مقامات په دغه نښتو کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي؛ خو خپلواکو او سيمه ييزو سرچينو لا تر دې دمه د دغو تلفاتو پخلى نه دى کړى؛ ځکه چې سيمې ته د خبريالانود ورتګ اجازه نشته.

په اورکزۍ ايجنسۍ کې پاکستانيو ځواکونو په ۲۰۰۷م کال کې پوځي عمليات کړي وو او دا سيمه يې له وسله والو جنګياليو پاکه اعلان کړې وه.

د اورکزۍ ايجنسي يوه سيمه ييز خبريال د شين درې د موقعيت او په دې ځاى کې د وسله والو د شتون په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"دا لوير ايجنسي قبآيلي علاقه ده، شيرين دره ورته وايي، چې د خيبر ايجنسي ته نزدې پرته وړه دره ده. چونکې دلته درې ايجنسيانې دي، نو په خيبر ايجنسۍ او يو شمېر نورو کې پوځي عمليات روان دي، نو په دې وجه په دې سيمه کې اکثر د پاکستانيو پوځيانو او وسله والو نښتې رامنځته کېږي."

اورکزۍ ايجنسۍ هغه قبايلي سيمه ده، چې له شمالي وزيرستان ، کورمې ، هنګو او کوهاټ سره نښتې اوږدې پولې لري.

بلخوا د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې امنيتي چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ د پاکستانيو ځواکونو پر يوه موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې ١ سرتېرى وژل شوى دى.

د ډيورنډ کرښې څېرمه په يو شمېر قبآيل سيمو کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې د وسله والو په تروېستي بريدونو او نورو پېښو کې ډېروالى راغلى، چې پاکستانيو ځواکونو په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي او په دغو عملياتو کې په دې سيمه کې مېشتو وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادع کوي.

خو د پاکستان پوځي مقامات او همداراز ددې هېواد يو شمېر سياسي او دفاعي چارو څآرونکي بيا په دې باور دي، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو پر پيل مخکې ډېرى وسله وال له دې ځايه وتلي او د خيبر ايجنسۍ په ګډون ځينو نورو قبايلي سيمو او افغانستان ته اوښتي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG