د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

سيګار: ايساف د افغان ځواکونو د وړتيا ارزونې راپور پټ ساتلى


جان سوپکو
جان سوپکو

دافغانستان دبیارغونې لپاره دامریکا خاص مفتش وايی دآیساف لخوا دافغان ځواکونو دظرفیت د ارزونې درپوټ پټ ساتل دتوضیح وړ نه دي.

خو آیساف یا د امنیت ساتنې نړیوال مرستندویه ځواک وايي هغه معلومات چې کیدای شي دافغاني ځواکونو عملیاتي امنیت له خطرسره مخامخ کړي چا ته نه شي ورکولای.

سیګار یا دافغانستان دبیا رغونې لپاره د امریکا دخاص مفتش دفتر وايي دآیساف یا د امنیت ساتنې نړیوال مرستندویه ځواک دغه اقدام چې د افغاني ځواکونو د وړتیا د ارزونې مهم رپوټ یې محرم ساتلی دتوضیح وړ نه دی او مهم مسایل له خلکو پټ ساتي.

جان سوپکو ، دافغانستان دبیارغونی لپاره دامریکا خاص مفتش کانګرس ته د پنجشنې ورځې په رپوټ کې وویل دافغاني ځواکونو د وړتیا د ارزونې محرم ساتلو دده اداره په ژوره توګه اندیښمنه کړې.

ښاغلی سوپکو وايي :

"دآیساف لخوا ددغې ارزونې محرم ساتل ددې سبب کیږي چې دامریکا ولس دافغانستان درغونې لپاره دخپلولویولګښتونو دبریالیتوت یا ناکامي په اړه معلومات ترلاسه نه کړي"

په افغانستان کې دآیساف ځواکونو ماموریت سږکال پای ته رسیږي.

جان سوپکو کانګرس ته وویل دافغاني ځواکونو دپرمختګ د کره څارنې ضرورت وروسته لدې ډیراحساس شو چې یو افغان عسکر په تیرې اګست میاشتې کې یو امریکایی تورن جنرال په ډزو وواژه.

تورن جنرال هارولد ګرینیه ترټولو لوړ رتبه امریکایی افسر وو چې دویتنام له جګړې وروسته په یوه بهرني هیواد کې د دندې پرمهال ووژل شو.

دافغانستان دبیارغونې لپاره دامریکا خاص مفتش وايي واشنګټن دافغان ځواکونو دروزنې اوسمبالولو لپاره یوشپیته اعشاریه پنځه ملیارډه ډالر لګولي دي.

خو آیساف چې یو امریکایی جنرال یې مشري کوي په خپلې اعلامیې کې وايي دافغاني ځواکونو د ظرفیت دارزونې درپوټ د پټ ساتلو پریکړه په تیر اګست میاشتې کې شوې وه.

آیساف زیاتوي:

"موږ مسئولیت لرو هغه معلومات چې دمونږ دافغاني شریکانو عملیاتي امنیت له خطر سره مخامخ کوي افشا نه کړو"

دامریکا اردو دافغاني ځواکونو د وړتیا په اړه ډاډ څرګند کړی او ویلي دي چې دسږکال ترپایه له افغانستانه دنړیوالو قواوو تر وتلو وروسته به دغه ځواکونه د خپل هیواده دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG