د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د کابل بانک په قضیه کې تورنو کسانو ته د لوی څارانوالۍ خبرداری


د افغانستان لويې څارنوالۍ هغو کسانو ته خبرداری ورکړ چې د کابل بانک په قضيه کې په لاس لرلو تورن دي او نه غواړي چې محکمې او څارنوالۍ ته حاضر شي.

د لويې څارنوالۍ ويندوي بصير عزيزي پرون وويل هغه کسان، چې محکمې او څارنوالۍ ته نه حاضرېږي بايد په دې فکرکې نه وي چې په نظام يا سيستم او يا هم قانون کې به تغير راشي. دوي بايد د افغانستان د خلکو او دولت پيسې راوړي او محکمې ته حاضر شي.

د لويې څارنوالۍ ويندوي همدا راز هغو کسانو ته چې له هيواده بهر دې خبرداري ورکړ چې که حاضر نه شول په غياب کې يې محکمه پرېکړه کوي او که دوي په هر هيواد کې وي د محکمې حکم پرې اجرا کېږي.

د لويې څارنوالۍ ويندوي دا هم وويل چې په کار کې د سرعت راوستلو لپاره د کابل بانک د قضيې د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوې ده.ده وويل چې دا ځانګړې استيناف محکمه به ژر کار پيل کړي.

کابل بانک، چې په ۲۰۰۴ ميلادي کال د شېرخان فرنود له لوري جوړ شو، د افغانستان تر ټولو لوي خصوصي بانک و

د بصير عزيزي په وينا د خليل فيروزي او شېرخان فرنود په شان د کابل بانک په اختلاس کې د تورنو کسانو جايدادونه تثبيت شوي او خرڅلا يې ممنوع شوي دي.

ده همداراز وويل چې دا کسان په هيواد کې دننه او بهر هم جايدادونه لري او په دې لړ کې اوو هيوادونو ته ليکونه استول شوي دي.

کابل بانک په ۲۰۱۰ ميلادي کال وروسته له دې له سقوط سره مخامخ شو چې نژدې يو مليارد ډالره يې اختلاس شوې. وروسته دا بانک دولت په کنټرول کې راوست.

XS
SM
MD
LG