د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

چين له ايران سره خپلې پوځي اړيکې پراخوي


چين غواړي له ايران سره خپلې پوځي اړيکې پراخې کړي.

د ايران د سمندري ځواک مشرچين ته تللی دی او هلته يې د دې هېواد د دفاع له وزير سره کتلي دي.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو چارواکو له يوبل سره د سمندري ځواکونو په برخه کې د همکاريو څرګندونه وکړه.

چين غواړي له ايران سره نږدې نظامي اړيکې ولري.دا خبره د چين د دفاع وزيرنن د ايران د سمندري ځواک مشر ته وکړه.

د سينهوا خبري اژانس د راپورله مخې، د چين د دفاع وزيرچانګ وان کوان د ايران د سمندري ځواک تورن جنرال، حبيب الله سياري ته وويل چې د دوی هېوادونو د روزنې او نورو برخو کې له يو بل سره ښه همکاري کړې ده.

د سينهوا د راپورله مخې، چانګ وويل، چين له ايران سره کار کولو ته تياردی ترڅوعملي همکارۍ زياتې شي او د دواړو پوځونو ترمنځ اړيکې مضبوطې شي.

د سينهوا د راپورله مخې، سياري ويلي چې له چين سره اړيکې د ايران لپاره ډېرې مهمې دي او د دوه اړخيزو پوځي، په ځانګړې توګه د سمندري ځواکونو په برخه کې د همکاريو زياتولو ته تيار دی.

سياري زياته کړه، دی هيله من دی چې ايران او چين به د بېړيو يرغمل کولو پرضد په عملياتو کې له يوبل سره همکاري وکړي.

چين د ايراني تيلو ترټولو لوی پېرونکی هېواد دی اوله هغه وروسته چې پرايران د لويديځ هېوادونو بنديزونه کم شوي، چين له ايرانه په لوړه کچه خام تېل اخلي.

لويديځ هېوادونو د ايران د اټمي پروګرام پرسرپردې هېواد يو شمېربنديزونه لګولي دي.

ايران او امریکا تېره اوونۍ وويل، دوی د ايران د اټمي پروګرام په اړه پر لوړه کچه په خبرو کې پر مختګ کړی دی. خو دا هيوادونه تر اوسه په دې هکله کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

چين، چې د ايران د اټمي پروګرام په اړه په خبرو کې برخه اخلي، په دوامداره توګه د دې ستونزې پر حل د بحث اوخبرو غوښتنه کړې ده.

چين د لويديځ له خوا پرايران د لګول شويو بنديزونو پرضد ږغ پورته کړی دی.

د لویديځ له خوا پرايران لګول شوي بنديزونه د ملګروملتونوله خوا نه دي تاييد شوي.

XS
SM
MD
LG