د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

هرات: یو شمېربنديان د اعتصاب په وسیله پر قضايي سیسټم فشار راوړي


د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ وايي چې د دغه ولايت تر زرو زيات بنديان د محبس ساتونکو او مامورينو ته اجازه نه ورکوي چې د بنديانو ځای کنټرول او وڅاري.

د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييسې ماريا بشير وايي چې د دغو بنديانو شاوخوا ۱۰۰ تنو د نه خوړولو اعتصاب کړی او يو شمېر نور بنديان يې مجبوره کړي چې له دوي سره لاس يو کړي.

مېرمن بشير وويل چې معترض بنديان څو سوه موبايلونه له چاقوګانو او چاړو سره لري او امنيتي ځواکونه نه پرېږدي چې دا وسايل ورڅخه واخلي.

د هرات د استيناف څارنوالۍ رييسې د محبس وضعيت يو تنظيم شوي حرکت وباله او ادعا يې وکړه، بنديان غواړي چې د نه خوړولو د اعتصاب په وسيله د هرات پر قضايي او عدلي چارواکو فشار راوړي:

«دا حرکتونه تنظيم شوي دي د دې لپاره چې پر عدلي او قضايي اورګانونو فشار راوړي څو که وغواړي چې د بنديانو په اړه فيصلې وکړي نو پرې اغېز وکړي او يا يې په دې ډول حرکتونو په يو نه يو ډول وبېروي. دا زما په نظر ناممکنه کار دي.»

د هرات د محبس بنديانو په دغه ښار کې د ازادي راډيو خبريال شاهپور صابر ته د ټېلفون له لارې ويلي چې تر زرو زياتو بنديانو اعتصاب کړي او شمېر يې د ډېرېدو په حال کې دي:

«نن څلورمه ده چې يو زرو ۴ تنو بنديانو د نه خوړلو اعتصاب کړي دي. احتمال شته چې کسان زيات شي. د اعتصاب دليل دا دي چې د دوي غوښتنې عملي شوي نه دي.»

دوي وايي چې سره له دې چې ولسمشر د دوي د ستونزو د ځېړلو لپاره پلاوي ورولېږه خو مشکلات يې حل شوي نه دي.

دوي وايي، دوولس ورځې پخوا د ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوري محبس ته يو پلاوي ورغلي و او هغه دوي ته ژمنه ورکړه چې ولسمشر به د بنديانو له ستونزو خبر کړي خو تراوسه پوري د دوي کموه ستونزه حل شوې نه ده.

د هرات د محبس نوي مدير عبدالله عزيزي د ازادي راډيو د خبريال له ډېرو هڅو سره سره حاضر نه شو چې د بنديانو د اعتصاب په اړه څه ووايي.

دا په څه کمه يوه مياشت کې دوهم ځل دي چې د هرات د محبس بنديان د نه خوړلو اعتصاب کوي.

XS
SM
MD
LG