د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

"امریکايي ځواکونه له ۱۳ کلن ماموریته وروسته، خپل بوغبندونه تړي"


فارن پالیسي خپرونه لیکي: امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له دیارلس کلن ماموریته وروسته، خپل بوغبندونه تړي او له دې هېواده د وتلو په حال کې دي.

د خپرونې په لیکنه، هغه متخصصین او انجینیران چې دیارلس کاله مخکې له کاري وسایلو سره افغانستان ته تللي وو، څو د اوسپنو او ګاډرپه نټ او بولټ او سره تړلو، د امریکايي ځواکونو پوځي مرکزونه جوړ کړي، یو وار بیا په افغانستان کې په کار لګیا دي.

دوي دا وار د تړلو پيچونو د خلاصولو لپاره تللي دي.

د فارن پالیسي په لیکنه، د افغانستان له لویو ښارونو لکه کندهار، مزارشریف، کابل، غزني او یو شمېر نورو سیمو پرته، په ټولو ولایتونو کې به د امریکايي ځواکونو پوځي اډې پرزه – پرزه شي اومواد به یې بیرته ولیږدول شي.

فارن پالیسي لیکي چې نور به ان په هغو ځایونو کې چې امریکايي ځواکونه پاتې کیږي، سترې پوځي اډې نه وي.

فارن پالیسي په افغانستان کې پر روانو چارو په یوه بله مقاله کې د کوکنارو او د مخدرو موادو د قاچاق په اړه تبصره کړې ده.

خپرونه لیکي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او هغو نورو سخت دریځو ډلو چې د دې هېواد امنیت او ثبات يې خراب کړي، د تمویل د سرچینو د بندولو ترټولو ښه لاره د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د قاچاق له منځه وړل دي.

فارن پالیسي وايي چې د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د مصاروف د سرمفتش دفتر [SIGAR] ته په یوه لیک کې ویلې چې په افغانستان کې سږکال د مخدرو موادو د زیاتیدو یو دلیل دا دی چې افغان حکومت د کوکنارو د کښتونو د ویجاړولو له عملیاتو کافي ملاتړ نه کوي.

د دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي فقر، له تروریزم سره د مخدرو موادو د قاچاق تړاو، د بدیل عوایدو نشتوالی او داسې نور مسایل ټول په افغانستان کې د کوکنارو د کښتونو په زیاتیدو کې رول لري.

فارن پالیسي خپرونه د یو شمېر څیړونکو په حواله لیکي چې د امریکا په هغو پروګرامونو کې هم سترې نیمګړتیاوي شته چې په افغانستان کې د مخدرو موادو پرضد د مبارزې لپاره جوړ شوي او سل ګونو ملیونه ډالره په دې ډول ضایع شوي دي.

د بریتانې ورځپاڼه ګارډین د افغانستان د حلقوي سرک په اړه رپوټ لري او وايي چې لږترلږه 14 ملیونه انسانان د دې سرک په شاوخو کې اوسي.

د ورځپاڼې په وینا، د افغانستان حلقوي سرک د دې هېواد لوي ښارونه لکه هرات، مزارشریف، غزني، کندهار له کابل سره نښلوي خو له دې لارې د مالونو لیږدول سترې ستونزې لري.

د ګارډین په لیکنه ، دپر دې لاره د موادو انتقالات اسان کارنه دی ځکه په سالنګ کې ستر پيچومي لري، د وسله والو لخوا ماینونه ایښودل کیږي او هغه کډي چې پر دې سرک جوړ شوي د دې خطرونو عوامل دی.

XS
SM
MD
LG