د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

طالبانو له ایدیالوژۍ څخه سوداګرۍ ته مخه کړې


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي:

"طالبانو له ایدیالوژۍ څخه سوداګرۍ ته مخه کړې"، ترسرلیک لاندې فارن پالیسي خپرونه په یوه مطلب کې لیکي؛ په افغانستان کې له دیارلس کلونو شخړو وروسته له طالبانو سره د اړیکو لپاره پیسو د ایدیالوژۍ او غچ اخیستو ځای نیولی دی.

خپرونه لیکي، ملي او اسلامي اهداف نور وسله والوطالبانو ته چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي؛ انګیزه نه ورکوي او د طالبانو د غورځنګ په نوم د سیاسي اسلام، تشدد یا اسلامي افراطیت مفاهیم نور اغیزمن نه دي.

د فارن پالیسي خپرونې په وینا؛ په دې هیواد کې د پوځي او سیاسي هڅو لپاره چې ډېر ځلې یې هدف د کارونو ژرسمون و؛ د نړیوالو له منابعو څخه، ښکیلو خواوو دا زده کړې چې د نا امنیو په رامنځ ته کولو سره ګټه ترلاسه کولای شي.

د خپرونې په وینا، د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نن ورځ طالبان ډیر په تور بازار نفوذ لري چې له دې بابته په ترلاسه شویو عوایدوهم خپل فعالیتونه تامنیوي اوهم نوي کسان خپلو لیکو ته جذبوي.

د فارن پالیسي خپرونې په وینا د طالبانو پر وړاندې جګړې لپاره په کار ده چې له غیرقانوني لارو د مالي منابعو د له منځه وړلو لپاره اقدام وشي؛ که نه د ناکامیدو په صورت کې به نه یواځې دغه مالي ملاتړدوام وکړي؛ بلکه هغه به وسله وال بریالي کړي.

نشنل انټرسټ:

نشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د پرتو لویو ستونزو په اړه چې راتلونکې به یې ټاکي؛ د ځلمي خلیلزاد په قلم یومطلب خپور کړی دی.

خلیلزاد د افغانستان د ملي یووالي د حکومت په اړه له یولړ څرګندونو وروسته لیکي چې دغه حکومت په خلکو کې نوې هیلې راټوکولې دي؛ خو لویې ستونزې یې هم مخې ته پرتې دي چې هغه به د افغانستان راتلوکې ټاکي.

خلیلزاد د درېیو لویو ستونزو په تفصیل یادونه کړې اولیکي:

لومړی: ایا نوی سیاسي اتحاد به دوام وکړي او په دوام لیکي، افغانستان د ګډو حکومتونو یوه ترخه تجربه لري.

له ۱۹۷۹ کال راهیسې چې په دې هیواد کې ګډحکومتونه که د شوروي په منځګړیتوب جوړ شوي یا له هغې وروسته د جهادي ډلو له خوا ټول ړنګ شوي دي.

خلیلزاد لیکي، د پخوانیو حکومتونو په نسبت د ملي یووالي اوسنی حکومت ځینې ښیګڼې هم لري. غني او عبدالله لوړې زده کړې کړي او د پخوانیو درې لسیزو له پیښویې درس اخیستی دی. خو د هغه په وینا، دوی په خپلو کې د نظر اختلاف هم لري او هم له قانوني پلوه په صلاحیتونو کې یې هم ډېر توپیر دی؛ خو دا تراوسه پورې نه ده معلومه چې ایا دوی به وکولای شي د پالیسۍ پرسرخپل اختلافات حل کړي.

دویم: د اصلاحاتو په اړه د پراخې اجنډا د مهمو اهدافو ترلاسه کول؛ د خلیلزاد په وینا، غني او عبدلله دواړو دا صلاحاتو پریوې پراخې اجندا موافقه کړې ده؛ خو اساسي ستونزه اوس دا ده چې لومړیتوبونه وټاکل شي او په اړه یې عملي اقدام وشي؛ خو په دې هیواد کې واکمن سیاسي کلتورداسې دی چې؛ د اصلاحاتو عملي کول او هغو ته دوام ورکول ډېر کمزوري دي.

خلیلزاد په نشنل انټرسټ خپرونه کې په دې مطلب کې سوله او روغې جوړې ته پراختیا ورکول د ملي یووالي د حکومت د بریالتوب پر وړاندې درېیمه لویه ازموینه ګڼلې او لیکي، دې حقیقت ته په پام سره چې د روان میلادي کال په پای کې د امریکا او د هغې د متحدینو محارب ماموریت پای ته رسیږي؛ د امنیت او ثبات دوام له طالبانو سره د روغې جوړې؛ په چاره کې بریالیتوب پورې تړلی دی.

خلیلزاد لیکي، په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونود وتلو لپاره د بارک اوباما ادارې د وروستۍ نیټې ټاکلو برعکس مخالفین زړه ورکړي دي. د هغه په وینا طالبان د ملي یووالي د حکومت پردوام حساب نه کوي چې هغه به وکولای شي وضعیت کنټرول کړي.

XS
SM
MD
LG