د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

ملي ارمان: امریکا باید پټه خوله پاتې نه شي


کابل چاپ نننیو ورځپانو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ ترډېره د ولسمشراشرف غني احمدزي په وروستیو څرګندونو لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د ښاغلي غني له قوله لیکلي، د سولې لپاره له خپله سره تېریم.

ورځپاڼه وړاندې د اشرف غني احمدزي له خولې لیکلي افغانان باید سره یو موټی شي او پرې نږدي چې څوک یې وینه تویې کړي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله راغلي، اوس چې نوي ولسمشر په کارپیل کړی، یو بې ساری چانس هم برابرشوی چې حکومت ولس ته ځان نږدې کړي او ولس د ځان کړي.

بلې خپلواک ورځپاڼې ویسا په خپلې سرمقالې پوښتنه کړې ایا دلته دم او قدم دواړه په حساب دي؟

د سرمقالې لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي که په ریښتیا په افغانسستان د ټولو بهرنیانو دم او قدم دواړه په حساب شي، افغانستان به د بدمرغیو له ګردابه راوځي، د لیکوال په اند خامخا به راوځي.

د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې ترهګرۍ په سیمه کې یو ګډ خطر دی.

د لیکوال په باورافغانستان او پاکستان چې دواړه افراطیت ځپلی او خپل منځنو کې یې اړیکې هم ترینګلې دي، ترکیه د هغوی نیکو روابطو له مخې چې له کابل او اسلام اباد سره یې لري، کولای شي په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.

ملي ارمان ورځپاڼې امریکا ته وړاندیزکړی چې له دې وروسته باید پټه خوله پاتې نه شي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې پاکستان په دوامداره توګه په افغانستان راکټونه توغولي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله هم اړولې.

د سرمقالې د لیکوال په اند دا چې افغانستان په سیمه کې یو مظلوم هېواد او پاکستان ورباندې تل ظلمونه کړي او هم یې کوي.

د ملي ارمان د ورځپاڼې لیکوال امریکا ته سپارښتنه کړې په پاکستان کې دې فشار راوړي، ترڅو په افغانستان باندې راکټي حملې او نور پټ او ښکاره لاسوهنې بندې کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي د افغانستان سوله او ثبات د ګاونډیو هېوادونو صادقانه مرسته غواړي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG