د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۲۳

"د افغانستان په ټرانسپورټي سیسټم کې ستونزو د دې هیواد پر اقتصادي ودې منفي اغیز کړی"


د افغانستان د بیا رغاونې د لګښتونو لپاره د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار وایي؛ د امریکا متحده ایالات هر کال په افغانستان کې د سړکونو په جوړولو، ترمیم او مراقبت پنځه میلونه ډالر لګوي او تر اوسه یې په دې برخه کې ۲ اعشاریه ۲ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

سیګار د نړیوال بانک په حواله وایي؛ د افغانستان د سړکونو په سلو کې پنځه اتیا د ټیټ کیفیت لرونکي دي او حتی د وسایطو او موټرو د تګ راتګ لپاره هم مناسب نه دي.

د افغانستان د بیا رغاونې د لګښوتونو لپاره د امریکا پلټونکي ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو؛ ویلي، د افغانستان په ټرانسپورټي او مواصلاتي سیسټم کې ستونزو د دې هیواد په اقتصادي ودې منفي اغیز کړی دی.

نړیوال بانک وایي، د افغانستان د اقتصاد لپاره د ټرانسپورټي سکتور بیا رغاونه زیات اهمیت لري.

سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي؛ د افغانستان د زیربنا کمزورتیا د دې هیواد زراعت او د کورني تولید برخې متاثرې کړي دي.

د افغانستان د بیا رغاونې د لګښتونو لپاره د امریکا پلټونکي ادارې (سیګار) دا راپور په داسې وخت کې خپور کړی چې د ځینو کارپوهانو په وینا؛ په افغانستان کې د ناامنیو له امله هم یو شمېر زیربنایي پروژې نه دي بشپړې شوي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي؛ طالبانو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې زیات شمېر سړکونه او پلونه وران کړي او په دې وروستیو کې یې پر پلونو حملې زیاتې کړي دي.

د پلونو ورانولو په اړه د کابل ښار یو اوسیدونکی وایي:

"طالبان د کندهار – هرات د لویې لارې په اوږدو کې پلونه ورانوي؛ دا د افغانستان د خلکو لپاره یوه ډيره مهمه لار ده. خلک په دې لارې تجارت کوي؛ ناروغان انتقالوي، تګ راتګ کوي، دا یو ډیر ناوړه عمل دی."

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بیا رغاونې د لګښتونو لپاره د امریکا پلټونکې ادارې دا هم ویلي؛ په افغانستان کې د زیربناو خرابیو د دې هیواد د کانونو پر سکتور منفي اغیز کړی او دا هغه څه دي چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په باور؛ وده به یې په راتلونکي کې په بهرنیو مرستو د افغانستان تکیه کمه کړي.

XS
SM
MD
LG