د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

"ولسمشرغني به څنګه له پاکستان سره اړیکې ښې کوي"


د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ تر ډيره کابل ته د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو او امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د افغان ولسمشر او سرتاج عزیز ترمنځ خبرو ته په اشارې د ولسمشرغني له خولي لیکي چې د سولې لپاره خبرې یوازي بسنه نه کوي او باید عملي اقدامات وشي.

همدې ورځپاڼې ښاغلي احمدزي له قوله لیکي، د سولې ټينګښت زموږ په لومړيتوبونو کې ځای لري او موږ به هیڅ کله اجازه ورنکړو چې افغانستان د ترهګرو په پټنځایونو بدل شي.

د یادې ورځپاڼې په سرمقالې کې بیا د پخواني ولسمشرحامد کرزي له قوله لیکل شوي چې سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده او تر هغې چې امریکا پر پاکستان فشار رانه وړي نو په دې برخه کې هڅې به نتیجه ورنه کړي.

بلې خپواکې ورځپاڼې سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د تیر حکومت له ډيرو هڅو وروسته د سولې بحث او له پاکستان سره اړیکې د ولسمشر غني لپاره تربل هرکار ستونزمن کار ګڼل کیږي.

ورځپاڼې لیکلي، اساسي پوښتنه دا ده چې ولسمشرغني به څنګه له پاکستان سره اړیکې ښې کوي او څه ډول به پاکستان د سولې په برخه کې عملي ګامونه ته اړباسي؟

د سرمقالې د لیکوال په اند افغان ولسمشربه له پاکستان سره غوڅې او پریکنده خبرې ولري پاکستان څه غواړي؟

ولې د وسله والو مخالفینو ملاتړکوي؟ د څه په بدل کې خپله پالیسي بدلوي او ښايې حکومت هڅه وکړي چې د پاکستان اصلي غوښتنې معلومې کړي، ترڅو ورته د حل لارې چارې پیدا کړي.

محور ورځپاڼې د ولسمشراشرف غني احمدزي له قوله لیکلي، ترهغې چې د سولې په برخه کې د پاکستان عملي همکاري ونه ویني، نه به هغه هېواد ته سفر وکړي او نه به د مذاکراتو په نوم په بې ځایه بحثونو خپل وخت ضایع کوي.

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو او امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیزسفر په داسې حال کې کیږي چې وړمه شپه د کونړ پرسرکاڼو او دانګام ولسوالیو پنځوس توغندي د پاکستان له خاورې ویشتل شوې دي.

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې افغان حکومت د سولې ،امن، ثبات او پرمختګ لپاره لاس په کارشوی او په مخ کې يې نور د خنډونو راولاړول ګټه نه لري.

لیکوال وړاندیزکوي پاکستان ته ښايې چې د افغانستان باور ترلاسه کړي، سم دستي باید په افغانستان کې مخامخ جګړه او پرافغانستان بریدونه بند کړي او د افغانستان د امن او ثبات د خرابولو لپاره د ترهګرو او وسله والو مخالفینو له رونې او تمویلولو څخه لاس واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG