د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

نړېوالو ورځپاڼو کابل ته د ترکیې د ولسمشر د سفر اړه لیکنې کړي


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیف اردوغان د سفر په اړه مطالب خپاره کړي دي.

حریت:

د ترکیې حریت ورځپاڼي په یوه راپور کې افغانستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر سفر څرګندونې کړي دي.

حریت لیکي چې، اردوغان په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا په برخه کې د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د رول ستاینه کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې، ترکیه له افغانانو په تیره بیا د افغانستان له ازبک توکمو سره ګډې، مذهبي، کلتوري او تاریخي ریښې لري.

د حریت په دغه مطلب کې راغلي چې؛ ترکیې له دې ویرې چې د مسلمانانو له غبرګون سره مخامخ نه شي؛ افغانستان ته د خپلو پوځي ځواکونو له استولو ډډه کړې ده.

دا مهال ۴۰۰ ترکي سرتیري په افغانستان کې دیره دي او د افغان سرتیرو په روزنه بوخت دي.

رجب طیب اردوغان د تیرو ۵۶ کلونو په اوږدو کې لومړنی ترکي ولسمشر دی چې؛ افغانستان ته سفر کوي.

ډیلي نیوز:

ډیلي نیوز ورځپاڼې هم افغانستان ته د ترکیې د ولسمشر د سفر په اړه مطلب لیکلی او ویلي یې دي چې، د ترکیې ولسمشر له یوه پلاوي سره افغانستان ته یو ورځنی تاریخي سفر وکړ.

ورځپاڼې د اردوغان د دفتر د مرستیال رییس له قوله لیکلي؛ چې وایي، افغانستان شپږم هیواد دی چې؛ د ترکیې ولسمشر د دندې له پیله د رسمي سفر لپاره انتخاب کړی دی.

ابراهیم کالین دا هم ویلي، چې له افغانستا ن څخه د ایساف ځواکونو تر وتلو وروسته به ترکیه ۷۰۰ سرتیري افغانستان ته ولیږي.

ډیلي نیوز د دغه ترکیي چارواکي دا څرګندوني هم راخستي چې وایي؛ د ترکیې، افغانستان او پاکستان یوه درې اړخیزه لیدنه به په ۲۰۱۵ کال کې وشي.

بل خوا د ډیلي ټایمز ورځپاڼي بیا د ملي امنیت او بهرنیو چارو په برخه کې د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز د سفر خبره کړې ده.

ډیلي ټایمز لیکي، ټاکل شوې سرتاج عزیز نن کابل ته سفر وکړي.

د ورځپاڼي په دغه مطلب کې د سرتاج عزیز د سفر هدف دا ښودل شوی چې؛ د افغانستان ولسمشر ته د پاکستان د صدراعظم له خوا د بلني پیغام ورسوي.

ورځپاڼه لیکي، دغه پاکستانی ځانګړی پلاوی به د افغانستان د ولسمشر د سفر په اړه د وخت او چمتوالي په اړه بحث وکړي.

ډیلي ټایمز دغه راز د یوې اعلامیې په استناد ویلي چې؛ د پاکستان دغه چارواکی په پام کې لري چې؛ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره وګوري او پردوهاړخیزو او سیمه ییزو مسایلو به خبرې سره وکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې؛ افغانستان ته د سرتاج عزیز سفر د افغانستان د نوي مشرتابه سره د پاکستان د ریښتوني او اساسي ژمنو یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG