د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د حقاني شبکې د دوو مهمو غړيو پر نيولو نړېوالې تبصرې


وال ستريټ ژورنال ورځپاڼې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د حقاني شبکې د دوو مهمو غړيو پر نيولو تبصره کړې ده.

ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنيت د رياست د ځواکونو له لوري د جلال الدين حقاني د زوي انس حقاني نيونه په دې مهمه بللې چې نوموړي د حقاني په شبکه کې د قوماندې له پلوه دوهم مهم کس دي.

وال ستريت ژورنال ويلي چې انس حقاني، چې د دې شبکې له يوه قومندان سره ونيول شو، له عربانو څخه د پيسو ټولولو مسوول او دغه رازپه ټولنيزو رسنيو کې د دې شبکې څارونکې و.

ورځپاڼې ليکلي چې که سراج الدين حقاني وژل شوای وای نو ځاي به يې انس حقاني نيوه.

ورځپاڼې په دوام کې هغو حملو ته اشاره کړې چې حقاني شبکې په کابل او نورو ځايونو کې پر هوټلونو، سفارتونو او نورو ځايونو کړي دي او ويلي يې دي چې انس حقاني او حافظ رشيد د حقاني شبکې تر ټولو مهم غړي دي چې په افغانستان کې تراوسه پورې نيول شوي دي.

وال ستريټ ژورنال ليکلي چې؛ دا دوه کسه په داسې حال کې نيول شوي چې وېره ده چې د اسلامي دولت وسله واله ډله په افغانستان کې د حضور هڅه کوي.

د بحرانونو نړېوالې ډلې يا انترنشنل کرايسيز ګروپ د افغانستان د سياسي انتقال په اړه ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان نوي ولسمشراشرف غني احمدزي ته داسې حکومت په ميراث پاتې دي چې خزانه يې له پيسو تشه شوې او په داسې حال کې چې نړېوال ځواکونه په وتلو دي، د دولت وسله والو مخالفانو حملې سختې کړي دي.

په ليکنه کې ويل شوي چې؛ په داسې يوحالت کې نوي حکومت بايد متحد پاتې شي او سمدستي په اصلاحاتو پيل وکړي.

د نړېوالو بحرانونو ډلې په خپل راپورکې په دې تاکېد کړي چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له لوري د ملي يووالي د حکومت جوړېدو دا فرصت برابرکړ چې د واک انتقال ممکنه شي، د ګډوډۍ او بې ثباتۍ مخه ونيول شي خو ورسره دا خطر هم تړلي دي چې په ځانګړي ډول په کابل کې ډلبندۍ جوړې شي.

د نړېوالو بحرانونو ډلې په خپل راپورکې ويلي چې افغانستان او د دغه هېواد مرستندويان بايد د حکومت ثبات ته پام وکړي او ورسره هغه اصلاحات عملي کړي چې اشرف غني احمدزي يې په خپل منشور کې ژمنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG