د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

په افغانستان او پاکستان کې به ډیموکراسي وژغورل شي؟


فارن پالیسي نشریې په خپله وروستۍ ګڼه کې یومطلب خپور کړی چې نوم یې دی، ایا د افغانستان او پاکستان په څیرهېوادونو کې به ډیموکراسي وژغورل شي؟

د نشریې په باورد افغانستان او پاکستان اوسنیوحالاتو ته په کتو، ځوانه ډیموکراسي په دغو دواړو هېوادونو کې له خطرناکو لارو څخه په تیریدو سره دغه تجربه کوي.

فارن پالیسي لیکي، افغانانو د طالبانو د ګواښونو په وړاندې زړه ورتوب ښولی او د رایو صندوقونو ته ولاړل ترڅو د ډیموکراتیکو لارو د خپل هېواد برخلیک وټاکي، خو نشریه لیکي په پای کې هغو دوو مشرانو چې خلکو باور ورباندې کړی وو، په غیر دیموکراتیکو لارو انتخاباتي لانجې پای ته ورسولې.

نشریه لیکي په هغوهېوادونو کې چې نوې ډیموکراسي تجربه کوي، تل ستونزې ډیرې وي او تاوتریخوالی هم ډیریږي، خو وایې کله چې یو دولت د ناارامیو د عاملینو په وړاندې له شدته کار اخلي، نو ناکرارۍ کمیږي، یانې د غیردیموکراتیکو حرکتونو په مرسته کېدای شي د ارامۍ زمینه برابره شي.

له همدې کبله فارن پالیسي زیاتوي چې د ډیموکراسي تجربې همدا ډول وي او باید له داسې لارو تیرشو ترڅو د ډیموکراسۍ پایې ټینګې شي.

نیویارک ټایمز بیا په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه یوې بلې موضوع ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي د افغانستان لومړې میرمن په دغه هېواد کې څه ونډه درلودلی شي؟

ورځپانه زیاتوي د افغانستان د ملي وحدت حکومت بلاخره تر ډیرو ستونزو وروسته جوړشو او د خلکو لپاره یې د هیلو ور پرانیست، خو یو ټکې چې د ورځپاڼې په باورد افغانستان د ډیرو خلکو لپاره مهم وو او یو مهم ګام ګڼل کېږي دا دی چې نوي ولسمشرخپله میرمن په ټولنیزو چارو کې یوه فعاله همکاره وبلله.

نیویارک ټایمزلیکلي، اشرف غني احمدزی ترامان الله خان وروسته د افغانستان لومړنی مشردی چې په رسمي ډول خپله میرمن خلکو ته معرفي کوي او د لوړې په مراسموکې یې نوم اخلي.

که څه هم د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې دا اقدام ډیرپه زړه پورې نه دی، خو د هغو کسانو لپاره چې د دولت په چارو کې د ښځو د رول د پیاوړتیا غوښتونکي دي، دا یو لوی بدلون دی.

ورځپاڼه د طلوع تلویزیون د مشر شفیق ګوهري له قوله لیکي، چې وایې، د لوړې په مراسموکې د ولسمشراشرف غني د وینا ترټولو مهم ټکې د هغه د میرمنې د نوم اخستل وو.

ورځپاڼه د اشرف غني احمدزي د کورنۍ د یوې غړې سیما غني هغه څرګندونې هم راخستې چې وایې، احمدزی په افغانستان کې لومړنی نارینه دی چې ښځې ته له دې کبله درناوی کوي چې ښځه ده، نه دا چې د چا موریاخور ده. د میرمن سیما په خبره داسې تجربه سابقه نه لري.

XS
SM
MD
LG