د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۲۳

احمدزی: په تعلیمي نصاب کې دې ضرور بدلون راوستل شي


د افغانستان جمهور رییس اشرف غني احمدزي د پوهنې پرکیفیت تاکید کوي او وايي چې؛ تر راتلونکو پنځه کلونو پورې به د پوهنې په نظام کې مثبت بدلونونه راشي.

جمهور ريیس دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ښوونکي د ورځې د نمانځلو په غونډه کې وکړې.

ده ژمنه وکړه چې؛ د ښوونکو د ستونزوحل ته به جدي هڅې وکړي.

د ښوونکو د ورځې د نمانځلو په غونډه کې د کابینې غړیو اوګڼ شمېر ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی و.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني احمدزي د پوهنې په نظام کې د کیفیت پر ښه والي او د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو تاکید کوي او وايي چې؛ په تعلیمي نصاب کې بدلون راوستل ضروري دي.

جمهورريیس احمدزي وویل، چې د ښوونې او روزنې د نظام پیاوړتیا کولای شي چې هېواد او خلکو ته نیکمرغي او سوکالي ورپه برخه کړي.

ښاغلي احمدزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ښوونکي د ورځې په لمانځ غونډه کې وویل، په راتلونکو پنځه کلونو کې به د پوهنې په نظام کې مثبت بدلونونه رامنځته شي:

″کیفیت کې بنیادي ستونزه لرو، باید خپل تربیتي نظام داسې عیار کړو چې هر فارغ د دولسم یا نهم ټولګي باید د کار خاوند شي، د دې له امله باید په نصاب کې بدلون راشي، باید د ښوونکو روزلو ته سراسري اقدام وکړو او دا ضروري دي او انشاءاله په دې به بریالي کیږو.″

ده وویل، په مرکزکې به د ولایتونو زده کوونکو ته د لیلیو امکانات په پام کې ونیول شي او د ملي یووالي حکومت به هڅې وکړي چې د پوهنې د پرمختګ د لارې خڼدونه له منځه یوسي.

ښاغلي احمدزي دا هم وویل، د ښوونکو او نورو دولتي مامورینو د امتیازاتو ترمنځ چې په اوسنیو قوانینو کې کوم توپير شته، دا به له منځه یوسي.

جمهورريیس زیاته کړه، چې په راتلونکي لمریزکال کې به د ښوونکو پرسیمه ییزو امتیازاتو کار وشي او دا ستونزه به له منځه یوړل شی.

ده دا هم وویل، د امنیت شورا او د سیمه ییزو ارګانونو اداره یې موظفه کړې چې تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې، د پوهنې ملکیت ځمکې له غاصبینو را وګرځوي.

د ولسمشرپه خبره والیانو او سیمه ییزو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې تر شپږو میاشتو پورې دې ښوونکو ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکولو راپور ورکړي.

په غونډه کې د پوهنې وزیرفاروق وردک، د پوهنې له وزارت سره نړېوالې مرستې چې د پوهنې د پرمختګ په لاره کې يې کړی وستایلې.

ښاغلی وردک وویل، د ښوونکو د ستونزوحل د نوي نسل له ښې روزنی سره مرسته کولای شي:

″ښوونکي د خپلې سپیڅلي دندې ترسره کولو ته فکري تمرکز ته جدي اړتیا لري او دا هغه وخت کیږي چې دوی ښه معیشت ولري، هیله ده سربیره پر اتیا زرو ښوونکو چې د کورونو لپاره یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شوې، پاتې یو لکو پنځه دیرش زرو ته هم یوه یوه نمره ځمکه د روان مالي کال تر پای پورې ورکړل شي.″

په تیرو دیارلسو کلونو کې د مسلکي ښوونکو کموالی، په مجموع کې د ښوونکو لږ مالي امتیازات، د ځینو ښوونځي تړل کیدل، د درسي موادو او کتابو کمښت او اداري فساد هغه ستونزې وې چې ځینو خلکو ورڅخه شکایتونه کړي دی.

د پوهنې وزارت دا ستونزې مني خو وایې، چې په تیرو دیارلسو کلونوکې د پوهنې د کمیت او کیفیت لوړولو ته د پام وړعملي اقدامات شوي دي.

دا وزارت وايې، شاوخوا لس میلیونه زده کوونکو ته یې د زده کړو زمینې برابرې کړي، په زرګونو نوي ښوونځي یې جوړ کړي او له یولکو څخه زیات ښوونکي يې پر دندو ګمارلي دي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG