د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

ستره محکمه: هیڅ زنداني په افغانستان کې بې برخلیکه نه دی


د افغانستان ستره محکمه وایې، هیڅ زنداني په دغه هېواد کې بې برخلیکه نه دی او ټوله زندانیان محکومین دي.

د قضایې قوې عمومي ادارې امر د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې، هیڅ شخص یا بنسټ نشي کولای چې د سترې محکمې د اجراتو په اړه د معلوماتو پرته پرقضا تور پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک د افغانستان په محاکمو کې د فساد پر موجودیت انتقاد کوي او ولسمشراشرف غني احمدزي هم ویلي چې، د دې هېواد قضایي دستګاه باید اصلاح شي.

د افغانستان ستره محکمه په قضایې دستګاو کې د فساد موجودیت ردوي او وایې چې؛ دغه ارګان خپل کارونه د قانون له مخې ترسره کړي دي.

د قضایه قوې عمومي اداري امر ډاکټرعبدالله عطایې د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې، هیڅ زنداني په افغانستان کې بې برخلیکه نه دی او هغوي ټول د محاکمو له لوري محکوم شوي دي:

″کله چې دوسیه محکمې ته ورسیده. څه په ابتدایې پړاو کې او یا هم د استیناف او بلاخره سترې محکمې ته او د سترې محکمې کوم دیوان ورباندي حکم ورکړ، همدا حکم دی.

دا نو نور بې برخلیک نه دی. د ده برخلیک دا دی چې پنځه، لس یا هم شل کاله په بند کې تیروي.″

ډاکټرعطایې د افغانستان عدلي دستګاه چې لویه څارنوالۍ او پولیس په کې شامل دي، په ځینو مواردو کې په ضعف او سستی تورن کړل او ویې ویل، قضا د هغو دوسیو په اړه چې محاکمو ته په ناقص شکل لیږل کېږي، پریکړه نه کوي.

نوموړي همدا رنګه وویل، هغه کسان او بنسټونه چې د قضایه ارګان د اجراتو په اړه معلومات نه لري نو نباید چې ورباندې تور پورې کړي.

د ډاکټرعطایې په وینا یو شمېرکسان د عدلي او قضایې ارګانو ترمنځ تفکېک نشي کولای او د عدلي ارګانونو د کم کارۍ په خاطر پر قضایې سیسټم انتقاد کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېرخلک د افغانستان عدلي او قضایې ارګانونه په فساد تورنوي او وایې چې؛ زیات شمېرزندانیان په زندانونو کې بې برخلیکه پاته دي.

ولسمشراشرف غني احمدزي هم د لوړې د مراسمو پرمهال وویل چې، د افغانستان په قضایې ارګانونو کې فساد شته او باید اصلاح شي.

خو د افغانستان سترې محکمې د ولسمشراحمدزي د دې څرګندونو پر وړاندي غبرګون وښود او ویې ویل چې؛ ولسمشرته د قضایې دستګاه په اړه ناسم معلومات ورکړل شوي دي.

وموغوښتل په دې اړه د افغانستان د عدلي ارګانونو او پولیسو نظرهم و لرو، خو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG