د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

"د طالبانو په کمين کې ۱۴ افغان ځواکونه ووژل شول "


نيويارک ټايمز ورځپاڼه تردې سرليک لاندې چې د طالبانو په کمين کې ۱۴ افغان امنيتي ځواکونه ووژل شول د روانې اونۍ د سرپل ولايت پيښې ته اشاره کوي او دا د خونړي کمپاين يوه بيلګه ګڼي.

نيويارک ټايمز ليکي، افغان ځواکونو د لومړي ځل لپاره د افغانستان بشپړ امنيتي مسووليت په غاړه اخستي دي او پخوا به د افغانستان شمالي سيمې خوندې وې خو اوس هلته هم د بې امنيو شاهدان يوو.

د نيويارک ټايمز په باور د افغانستان په اکثرو سيمو کې د دې لپاره امنيت ګډوډ شوي دي چې نړېوال ځواکونه په دغو سيمو کې نه شته، خو امريکايي ځواکونو بيا هوايي بريدونه زيات کړې دي چې دغه بريدونه تل د افغان او امريکايي چارواکو تر منځ د شخړو باعث شوې دي.

يوه بله امريکايي ورځپاڼه وال ستريت جورنال بيا له يوه بل اړخه د افغانستان امنيت ته انديښنه څرګندوي.

وال ستريت جورنال ليکي، په افغانستان کې د اسلامي دولت له لوري د خلکو استخدامولو افغانان انديښمن کړې دي.

ورځپاڼه د افغانستان د امنيتي چارواکو په وينا څرګندوي چې اسلامي دولت خپلې هڅې پيل کړې دي څو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم ځان ته د پښې ځاي پيدا کړي.

وال ستريت جورنال بيا د اسلامي دولت د ډلې هغو تبليغاتي پاڼو ته اشاره کوي چې په پښتو او دري ژبو په وروستيو کې په کابل او جلال اباد کې خپرې شوې دي. ورځپاڼه د يوه جپګوړي امنيتي چارواکي په وينا ليکي چې د اسلامي دولت دغه تبليغاتي پاڼې له عربي ژباړل شوې دي او د پاکستان په پيښور ښار کې چاپ شوې دي.

د بشري حقونو د څارنې ډلې بيا په افغانستان کې د جنسي ځورونې مساله په يوې مقالې کې رااخيستې ده. هيدر بار چې په دې سازمان کې د ښځو د حقونو په برخه کې مخکښې څيړونکې ده، افغان حکومت ته لارښوونه کوي چې ډير ژر بايد د جنسي ځورونې د مخنوي لپاره قانون تصويب کړي.

ميرمن بار همداراز وړانديز کوي چې د افغانستان حکومت ته پکار دي خلکو ته ډاډ ورکړي چې د حکومت په هرې ادارې کې لکه د پوهنې په برخه کې د جنسي ازار ضد تګلاره پلې کوي.

په دې ليکنه کې وړاندې لولو چې په افغانستان کې داسې هيڅ قانون نشته چې په ځانګړې ډول جنسي ازار پکې منع شوي وي او د هغه د قربانيانو ملاتړ پکې شوي وي. د ليکنې په دوام لولو چې حکومتي ادارې هم د جنسي ازار د مخنوي په برخه کې اغيزمنې تګلارې نه لري.

XS
SM
MD
LG