د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۰

یو شمېر سناتورانو د ناامنیو په زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه


د مشرانو جرګې یو شمېرغړي په هېواد کې د ناامنیو په زیاتیدو اندیښنه څرګندوي.

ځینو سناتورانو د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې، په وروستیوکې د افغانستان په مرکزاو ولایتونو کې نا امنۍ زیاتي شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا وایې، په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره باید له مخکې نه د نا امنیو د مخنیوي په هدف هڅې وشي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو په خاطرد امنیتي ارګانونو د لاجدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دغو سناتورانو د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د انتحاري حملو او چسپکي ماینونو د چاودنو د زیاتیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه.

سناتورداود حساس د مشرانو جرګې په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې هره ورځ لسګونه حملې کیږي خو څوک ورته پام نه کوي:

″د افغانستان امنیت دې اندازې ته رسیدلی چې تاسو یې وینئ. هره ورځ په لسګونه انسانان په شهادت رسیږي.

په ولایتونو کې هره ورځ لسګونه انتحاري حملې کیږي.هغو ته څوک غوږ نیسي.″

د مشرانو جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري بیا له امنیتي ځواکونو و غوښتل چې په هېواد کې امنیتي تدابیرلا زیات کړي:

″په کوټې سنګي کې یوه درنده چاودنه وشوه. دې چاودنې یو شمېرکسان زیانمن کړل، ځیني یې هم ټپیان او شهیدان کړل.

هم په مرکز او هم ولایتونو کې نا امنۍ زیاتي شوي. په لومړي ګام کې باید امنیتي تدابیر زیات کړي او ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.″

دغه سناتوران همدارنګه وایې چې، استخباراتي او کشفي ارګانونه باید دومره قوي شي چې د یوې پيښې تر رامنځ ته کیدو مخکې یې مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د کابل ښارپه پنځمه ناحیه کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپیان شوه.

له دې یوه ورځ وړاندې د کابل د قابل بای په سیمه کې هم په یوې انتحاري حملې کې یو کس ووژل شو او د دریو امریکایانو په ګډون یو شمېرکسان ټپیان شول.

په همدې ورځ د کابل په قره باغ کې یوې چاودنې نږدې شل کسان ټپیان کړل.

اخوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایې، په کشفي او استخباراتي ارګانونو کې د ضعف په خاطر امنیتي ځواکونه نشي کولای له مخکې نه د یوې پيښې مخنیوی وکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد عمر داودزي د سې شنبې په ورځ د امنیتي مسولینو په یوه سیمینار کې وویل چې، د ناامنیو د مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات وشي:

″زموږ قومندان صاحبان په ساحو کې هم استخباراتي راپورونه جدي نه نیسي.زیاتره یې هیڅ نه مطالعه کوي.

ورته رسیږي او یوازې یو سکرټر یې مطالعه کوي خو قومندان ته اصلا نه وایې، موږ دا معلومه کړې ده. ځینې یې شاید و وایې او استثنا موجوده وي، خو په مجموع کې په ولایتونو کې استخباراتي راپورونه جدي نه نیول کیږي.

زموږ تمه همدا ده او د سیمینار په ترڅ کې هم پرې بحث وکړئ او دا ټکی هم اصلاح کړئ.″

په دې وروستیو کې وسله والو مخالفینو نه یوازې په کابل کې انتحاري حملو او چاودنو ته زور ورکړی بلکې په ځینو ولایتونو لکه هلمند، کندهار، لوګر پکتیکا او نورو سیمو کې د دوي حملې زیاتي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان له نوي حکومت څخه د خلکو د غوښتنو په اړه یوه تازه څیړنه ښیې چې، زیاتره خلک په هیواد کې د امنیت راوستلو ته لومړیتوب ورکوي او له نوي حکومت څخه غواړي چې د امنیت د راوستلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG