د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۴۱

نړۍ

عراق: په لویدیځ ولایت انبار کې داعش په یوه پوځي کمپ واکمن شول

عراقي چارواکي وایې، د اسلامي دولت وسله وال په لویدیځ ولایت انبارکې هغه مهال په یوه پوځي کمپ واکمن شول چې امنیتي ځواکونه له وسله والو سره له جګړې وروسته له دغه پوځي کمپه ووتل.

دا روزنیزکمپ د هیت سیمې ته چې دا مهال د وسله والو تر واک لاندې ده، نږدې پروت دی.

له بلې خوا، د دوشنبې په ورځ د بغداد په شیعه ګاونډ کې په دریو بمي حملو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي وو.

دا حملې او چاودنې د بغداد صدر ګاونډ کې چې د شیعه ګانو مذهبي مراسم په کې ترسره کیدل، شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي

د روسیې او اوکراین ګډ بیرغونه

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي خو د ده په خبره روسي ساري یې ولادیمیر پوتین تراوسه د دغه برید په اړه پرېکړه نه ده کړې.

بایډن چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې د یوه کال د پوره کېدو په لومړني خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، دغه راز څرګنده کړه چې که روسیه دغه برید وکړي نو له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ شي.

بایډن زیاته کړه، پر اوکراین برید به د روسیې لپاره یو ناورین وي چې مسکو ته به ډېر ځاني، اقتصادي او سیاسي زیانونه واړوي.

د لویډیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې روسیې شااوخوا سل زره پوځیان له اوکراین پولې سره ځای پرځای کړل.

مسکو پر اوکراین د برید احتمال رد کړی، خو کیف د روسیې پر وړاندې له لویدیځه د وسلو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په دې ترڅ کې د بریتانیا مرستې د تېرې شنبې په ورځ کیف ته ورسېدې.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره ملحق کړه.

امریکايي پولیسو یو دوه تابعیته د بندیزونو د سرغړونې په تور نیولی

ارشیف، امریکايي پولیس

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو پولیسو یو دوه تابعیته ایرانی – امریکايي د ایران پرضد د امریکا د بندیزونو د سرغړونې په تور نیولی دی.

د متحدو ایالاتونو د عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ۴۴ کلن کامبیزعطار کاشاني د جنورۍ په ۱۴مه د ایران مرکزي بانک ته د وسایلو او ټکنالوژۍ د لېږلو له هڅې وروسته په شیکاګو ښار کې ونیول شو.

امریکا د ایران د مرکزي بانک په شمول د دغه هېواد پر یو شمېر دولتي ادارو د وسایلو او خدماتو پلور په دې خاطر منع اعلان کړی چې د تروریستي ډلو لپاره کار کوي.

که کامبیز کاشاني محکوم شي، تر ډېره سزا یې ۲۰ کاله حبس او یو میلیون ډالره جریمه ده.

د روسیې ولسمشر له خپل ایراني ساري سره په مسکو کې ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني ساري ابراهیم رييسي سره

په داسې حال کې چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تاریخي اټمي موافقې د احیا لپاره خبرې روانې دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون چهارشنبې(دمرغومي ۲۹مه) له خپل ایراني ساري ابراهیم رييسي سره په مسکو کې ولیدل.

محافظه کار ملا ابراهیم رييسي چې تېر کال د ایران ولسمشر شو، ویلي چې د دوو راتلونکو لسیزو لپاره د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د اسنادو طرحه یې مسکو ته وړاندې کړې ده.

ريیسې ویلي چې ایران له روسیې سره د اړیکو د پراختیا لپاره هېڅ محدودیت نه لري.

پوتین د سوریې د بحران په شمول په نړیوالو مسالو کې د دوو هېوادونو د همکارۍ هرکلی وکړ.

مسکو او تهران په خپل منځ کې غښتلې سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې لري او د سوریې په کورنۍ جګړې کې د بشار الاسد کلک متحدان دي.

د امریکا ۲ مخابراتي شرکتونه هوايي ډګرونو ته نږدې د '۵G' انټرنیټ ځنډوي

ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

د امریکا دوو سترو مخابراتي شرکتونو 'اې. ټي.اېنډ. ټي' او 'ورایزن' موافقه وکړه چې د الوتکو په پروازونو کې د خنډ د نه پېښېدو په خاطر به هوايي ډګرونو ته نژدې د انټرنیټ د پنځم نسل یا فایف جي کارول وځنډوي.

دغو دوو کمپنیو د موبایل ټېلیفونونو لپاره فایف جي انټرنیټي خدمات چمتو کړي چې د لسګونو میلیونو خلکو لپاره د انټرنیټ سرعت د پام وړ لوړوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل چې دا اقدام د مسافرو په سفر کې د خنډ مخه نیسي او په عین حال کې دا امکان برابروي چې څه باندې ۹۰ سلنه بې سیمه انتنونه له پروګرام سره سم کار ته دوام ورکړي.

خو له دې سره-سره د امریکا د هوايي ملکي چلن فدرالي ادارې ویلي چې د فایف جي د خدماتو په نتیجه کې نوي محدودیتونه لاهم د الوتنو په پروګرامونو کې ستونزې پېښوي.

د امریکا یوه هوايي شرکت ډیلتا ویلي، د فایف جي د خدماتو پیل مثبت بدلون دی خو د فایف جي انټرنیټ پرازیتونه د الوتکو پر ځینو حساسو الو لکه په ارتفاع سنجوونکې باندې منفي اغېز کولی شي.

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول

روسي سرتیري

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول.

د قزاقستان حکومت په الماتي کې له مرګونو مظاهرو وروسته له دغو سرتیرو غوښتي و چې د امنیت او نظم د ټینګښت لپاره ورشي.

دغلته د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو د لوړوالي پر ضد مظاهرې پيل شوې چې وروسته یې لمن ټول هېواد ته ورسېده او په تاوتریخوالي واوښتې.

په قزاقستان کې د روسیې سفیر الکسي بورو دافکین او د ډله ییز امنیت سازمان یوه مسؤل ویلي، د سولې د ساتنې عملیات پای ته ورسېدل.

قزاقستان ته د روسیې، ارمنستان، قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان سرتیري استول شوي وو.

د روغتیا سازمان مشر:کرونا وبا د نړۍ په هېڅ ځای کې پای ته نږدې شوې نه ده

تدروس ادهانوم ګبریسوس

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس وایي،کرونا وبا د نړۍ په هېڅ ځای کې هم پای ته نږدې شوي نه ده.

نوموړي دا څرګندونې پرون په جینوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکز کې خبریالانو ته وکړې.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کرونا د نوې بڼې اومیکرون پېښې په بیړه د خپرېدو په حال کې دي او پرې د اخته کسانو شمېر بې ساری ښودل شوی دی.

ګبریسوس ویلي، اومیکرون د بستري کېدو او مړینې لامل کېدلی شي.

په یمن کې د عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي 

ارشیف؛ د سعودي برید

د یمن په مرکز صنعا کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي بریدونو کې د ملکیانو په ګډون نږدې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

دغه ایتلاف په یمن کې د حوثي وسله والې ډلې پر ضد جنګیږي.

د شلو تنو د وژلو خبره یوه جنرال، د حوثیانو اړوند یوې رسنۍ ، روغتیایي کارکوونکو او ځایي اوسیدونکو کړې ده.

حوثي وسله والو له دې وړاندې پر متحده عربي اماراتو چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف غړي دي، د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

یو جګپوړی امریکايي چارواکی: هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي

د اوکراین او روسیې ترمنځ ګډه پوله

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت یوه جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي.

دې چارواکي پرون د کیف او برلین پر لور د بهرنیو چارو د وزیر د تګ پر مهال دا خبره وکړه.

ټاکل شوې ده چې انتوني بلېنکن له اوکرایني چارواکو سره همدا راز له اروپایي متحدانو سره بیړنۍ غونډې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د دې سفر پر مهال په جنیوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم خبرې وکړي.

روسیې شااوخوا یولک پوځیان د اوکراین له پولي سره ځای پرځای کړي چې ناټو او متحدان یې اندېښمن کړي دي او له دې سره د لویدیځ او روسیې اړیکې خورا کړکېچن شوي دي.

په وروستیو ورځو کې روسیې یو شمېر پوځیان بېلاروس ته هم استولي دي چې د ځينو کتونکو په وینا مسکو ښایي د بېلاروس له لوري هم په اوکراین کې د مداخلې هڅه وکړي.

کاناډا کې هوا دومره سړه شوې ده چې څو ابشاره یخ وهلي

د کاناډا یو ابشار

په کاناډا کې هوا دومره سړه شوې ده چې څو ابشاره یخ وهلي دي.

ډېره سړه هوا په انټریو ایالت کې ثبت شوې ده، هلته لا هم درنه واوره اوري چې هم یې د موټرو په تګ راتګ کې ستونزې پيدا کړي دي او هم یې الوتنې ځنډولي دي.

کوم تصویرونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي په کې ښکاري چې د انټریو په ایالت کې د ټیفاني او شرمن ابشارونه کنګل شوي دي.

د کاناډا په ځینو ښارونو کې تر اویا سانتي متره واوره ورېدلې ده چې د دغه هېواد په یو شمېر جنوبي سیمو کې هوا د سانتي ګریډ تر منفي شل درجو رسیدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کیف کې د اوکراین له ولسمشر سره ګوري

ارشیف، د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه) د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په کیف کې وګوري.

لویدیځ دې ته اندېښنه لري چې اوکراین پر روسیې برید ونه کړي. په کیف کې د ښاغلي بلېنکن د نننۍ لیدنې کتنې هدف له اوکراین څخه د روسیې ملاتړ یاد شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس وایي، ښاغلي بلېنکن به له اوکرایني چارواکو سره تر لیدو وروسته برلین ته ولاړ شي او د جرمني له چارواکو سره به پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په تړاو خبرې وکړي.

پرایس زیاته کړه چې د دې خبرو په دوام به د بریتانیا، فرانسې او جرمني له چارواکو سره بیا هم دا خبرې دوام وکړي.

د اوکراین پر پولو د روسیې د شااوخوا یو لک سرتیرو له ځای پرځای کېدو سره د لویدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوي دي.

مسکو وایي چې پر اوکراین د برید نیت نه لري، خو مسکو له ناټو غوښتي دي چې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته دې د ناټو غړیتوب نه ورکوي او د اروپا په ختیځ کې دې پوځي فعالیتونه کم کړي.

کریملین: پوتین به د خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي کوربه وي

ولادیمیر پوتین او ابراهیم رییسي

کریملین وایي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه) د خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي کوربه وي.

د راپورونو له مخې د روسیې او د ایران د ولسمشرانو خبرې به د تهران او د نړۍ د پياوړیو قدرتونو ترمنځ د ایران تر اټمي تړون راڅرخي.

د کریملین په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړه ولسمشران به پر دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې وکړي.

له ۲۰۱۷م زیږدیز کال را په دې خوا دا لومړی ځل دی چې د ایران یو ولسمشر مسکو ته ځي.

روسیه او ایران په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې متحدان دي. دا دواړه هېوادونه په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي.

د قزاقستان پخواني ولسمشر له قاسم جومارټ توقایف سره د لانجو خبر رد کړ

نورسلطان نظر باییف

د قزاقستان پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف دا رد کړه چې ګنې دی له اوسني ولسمشر قاسم جومارټ توقایف سره کومه لانجه لري.

۸۱ کلن نظرباییف په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن خپور شوی ویلي چې ده په ۲۰۱۹کال قدرت ښاغلي توقاییف ته سپارلی او له هغې را وروسته دی متقاعد شوی دی.

نوموړي ویلي چې په پلازمېنه نورسلطان کې اوسي او هېڅ کله له هېواده وتلی نه دی.

دا د جنوري د میاشتې له لومړیو راهیسې چې په دې هېواد کې تاوتریخجنې مظاهرې پیل شوي، په عام محضر کې د هغه لومړنۍ څرګندونې دي.

تراوسه نه ده څرګنده چې نورسلطان دغه ویډیو چېرې او کله ثبت کړې ده.

په هغو اعتراضونو کې په ژانوزین ښارکې په ناڅاپې توګه د تېلو د بیو د ډېرو لوړېدو پر وړاندې پیل شوې په چټکۍ د هېواد نورو برخو ته خپاره شول.

الماتي او یو شمېر نور ښارونو تر ډېره د تاوتریخجنو مظاهرو شاهد وو.

قزاقي چارواکو په دغو مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو د نولسو غړیو په ګډون د ۲۲۵ کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.

پاکستاني طالبانو د دې هېواد پر پولیسو د خونړیو حملو مسؤلیت اخیستی

ارشیف؛ پاکستان

پاکستاني طالبانو د دې هېواد پر پولیسو د څو خونړیو حملو مسؤلیت اخیستی.

د تحریک طالبان د ډلې وسله والو په پلازمېنه اسلام اباد، د خیبرپښتونخوا ایالت په دیراو شمالي وزیرستان سیمو کې پرپولیسو د حملو او نښتو په ترڅ کې ۳ پولیس وژلي دي.

په دغو حملو کې د دغې ډلې ۳ حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا د پاکستان د تحریک طالبان ډلې دوو وسله والو چې په موټرسایکل سپاره وو د دوشنبې په شپه د اسلام اباد په مرکزي برخه کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوستې ډزې وکړې.

په دغه پېښه کې یو پولیس افسر او دواړه حمله کوونکي وژل شوي او دوه نور پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت په دیراو شمالي وزیرستان سیمو کې د پاکستاني طالبانو د دوشنبې د ورځې په بریدونو کې د دوه پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان د ډلې ویاند محمد خراساني په یوه ټویټ کې د دغو حملو د مسؤلیت اخیستو ترڅنګ په باجوړ سیمه کې په برید کې د خپل یوه وسله وال د وژل کېدو خبره تائید کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ احمد رشید په اسلام اباد کې پر پولیسو له حملې وروسته په پلازمېنه کې د نورو حملو خبرداری ورکړی دی.

پاکستاني طالبانو له هغې راهیسې چې د تېرکال په ډسمبر کې یې له حکومت سره موقت یو میاشتنۍ اوربند پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.

اسلام اباد کې نښتې؛ د پاکستاني پولیسو یو افسر وژل شوی او ۲ ټپیان شوي

ارشیف، د اسلام اباد یوه څنډه

چارواکي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستاني طالبانو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې د پولیسو د یوه افسر د وژلو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دا په پلازمېنه اسلام اباد کې چې کلک امنیتي تدابیر په کې نیول شوې، یوه نادره حمله ده.

د پولیسو په وینا د پاکستان د تحریک طالبان ډلې دوو وسله والو چې په موټر سایکل سپاره و، د دوشنبې په شپه د اسلام اباد په مرکزي برخه کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوستې ډزې وکړي. په دغه پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د تحریک طالبان ډلې هم په یوه بیان کې د دغې پېښې مسوليت اخیستی دی.

پاکستاني طالبانو له هغې راهیسې چې د تېرکال په ډسمبر کې یې له حکومت سره موقت اوربند پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.

ملګرو ملتونه:د راین ایر الوتکې په اړه څېړنیز راپور بشپړ شوی

د راین ایر الوتکه

د ملګرو ملتونو د ملکي هوایي چلند ادارې د راین ایر هوایي شرکت د هغې الوتکې په اړه خپل څېړنیز راپور بشپړ کړی چې تېرکال بېلاروس کې ناستې ته اړ ایستل شوې وه.

د هوایي چلند دغې نړیوالې ادارې پرون" د جنورۍ په ۱۷مه" وویل، د حقیقت موندنې دا راپور یې د خپلې شورا د ۳۶ هېوادونو په ګډون ۱۹۳ غړو ته سپارلی دی.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د هوایي چلند شورا د جنورۍ په ۳۱مه د خپل راپور د موندنو په اړه غونډه وکړي او ځینې اقدامات اعلان کړي.

دا الوتکه تېر کال په مې میاشت کې د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې په دې پلمه کینول شوه چې بمب په کې دی، خو وروسته د بېلاروس حکومت ترې د مسافرو له منځه ژورنالیست رامان پراتاسویچ او د هغه ملګرې ونیوله.

ډېرو هېوادونو هغه مهال د بېلاروس دا کار وغانده او د دغه هېواد پر فضا یې د ملکي الوتکو پر تګ راتګ بندیزونه اعلان کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG