د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۵۸

"جرمني د افغانستان په پوځي عملیاتو کې د ګډون په ترڅ کې جدي سهوې کړې"


د جرمني د بهرنیوچارو وزیر وايي؛ هېواد یې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې د ګډون په ترڅ کې جدي سهوې کړې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې پوځي ماموریت په شاوخوا لسو اونیو کې پای ته رسېږي؛ فرانک والټرشټاین مایر په یوه مطلب کې چې پرون خپور شو؛ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ۱۳ کلن ماموریت په اړه یوه جدي څېړنه کړې ده.

شټاین مایر لیکلي، چې په افغانستان کې د جرمني ترټولو لویه سهو؛ له حده اوچت توقعات وو. نوموړي لیکلي دي، موږ نه یوازې د هغه امنیتي ګواښ د مینځه وړو په فکر کې وو چې؛ له افغانستان څخه یې تمه وه؛ بلکې د خپل نظر مطابق د ښې راتلونکې خوا ته د دې هېواد د بیولو تکل مو هم کړی و.

د جرمني د بهرنیوچارو د "فرانکفورتر الګماینه" ورځپاڼې د یکشنبې ورځې په ګڼه کې همداراز لیکلي چې؛ افغانستان له ښه پرمختګ سره سره لاهم د فساد او مخدرو موادو له ستونزو سره لاس ګریوان دی.

والټرشټاین مایر په خپله لیکنه کې زیاتوي چې؛ د افغانستان په څو ولایتونو کې تنظیمي قوماندانان اوس هم پراخ نفوذ لري او د طالبانو ډلې ته د سیاست د ډګر د یوه لوبغاړي توګه په کم نظر کتل شوي دي؛ خو نوموړی دا یادونه هم کوي چې؛ افغانستان ته د پوځي ځواک د استولو پرېکړه باید یوه مطلقه ماته ونه ګڼل شي.

ښاغلي سټاین مایر د عراق او سوریې وضعیت ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې؛ په افغانستان کې نتیجه نسبتاً د منلو وړ وه. ده په خپله لیکنه کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل له وخته مخکې بللي او د روان کال په پای کې له افغانستانه او په ۱۹۷۵ کال کې له ویتنامه د امریکايي ځواکونو وتل یې سره ورته بللي دي.

د جرمني د بهرنیوچارو وزیر په دې باور دی چې؛ جرمني نه یوازې د پوځي همکاریو بلکې په نورو برخو کې هم باید له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

جرمني له متحدوایالاتو او برتانیا وروسته درېیم هېواد دی چې؛ په افغانستان کې ترټولو زیات سرتېري لري.

د روان کال په پای کې چې د پلان له مخې د نړیوالو ځواکونو لویه برخه وځي په ۲۰۱۵ کال کې د ۹۸۰۰ امریکايي سرتېرو او د جرمني، ایټالیا او څو نورو هېوادونو د درې زره سرتېرو په ګډون په افغانستان کې د ناټو نوی پوځي ماموریت پیلېږي.

د ۲۰۱۵ کال له پای ته رسېدو سره به د نړیوالو پوځیانو دا شمېره هم وروورو کمه شي او یوازې محدود شمېر امریکايي ځواکونه به د دې هېواد د سفارت د امنیت نیولو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

له بلې خوا د جرمني چاپ "دیر شپیګل" مجلې پرون راپور ورکړ چې؛ د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل د جرمني د پارلمان یوې کمیټې ته ویلي؛ دا فکر نه کوي چې، د افغانستان ملي اردو او پولیس به تر هغه وخته دومره تجهیز شي؛ چې ټول مسوولیتونه په غاړه واخلي.

د شپیګل د راپور له مخې په پام کې ده چې؛ له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې د نړیوال پوځي ماموریت د تمدید په اړه به مېرمن مېرکل له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG