د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

رولا غني غواړي د افغان مېرمنو ژوند ښه کړي


مېرمن رولا غني
مېرمن رولا غني

لاس انجلس ټايمز:

د امريکا چاپ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغان ولسمشر د مېرمنې رولا غني او د هغې د راتلونکو فعاليتونو په اړه يوه ليکنه خپره کړې.

د ليکنې په پيل کې راغلي، رولا غني به د افغانستان د يوه ولسمشر لومړۍ مېرمن وي چې په يوه پېړۍ کې د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې راڅرګندېږي.

لاس انجلس ټايمز ليکي، خو د نوي انتخاب شوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي مېرمن به د پخواني پاچا امان الله خان د مېرمنې ملکې ثريا برخلاف چې د خپل مېړه په خوا کې به په عام محضر کې راڅرګندېدله، د افغاني ټولنې نورمونه او دودونه په ژوره توګه بدل نه کړي.

مېرمن رولا غني غواړي د هرې هغې افغان مېرمنې ملاتړ وکړي، چې د خپل ژوند د ښه کولو غوښتونکې وي.

ورځپاڼه د ليکنې په دوام زياتوي، د طالبانو د افراطي نظام تر ړنګېدو وروسته اوس ښځو ته زيات حقونه ورکړل شوي دي، په ملي شورا کې ٢٨ فيصده څوکۍ د دوى دي، خو په ليرې پرتو سيمو کې لا هم د ټولنيزو مخالفتونو له کبله ښځې زده کړه او له کوره دباندې کار نه شي کولاى.

ورځپاڼې د افغان ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مسئلې ته هم اشاره کړې، چې تېر کال ملګرو ملتونو ٦٥٠ دغسې قضيې ثبت کړې وې او د ورځپاڼې په حواله د تاوتريخوالي اکثرو عاملانو ته سزا هم نه ده ورکړل شوې.

مېرمن غني په ارګ کې په يوه مرکه کې ورځپاڼې ته ويلي: زه نه غواړم وضعيت ناڅاپه بدل کړم، خو غواړم د ښځو لپاره وضعيت ښه کړم.

رولاغني زياته کړې، زه غواړم له ښځو سره مرسته وکړم، چې په کورنۍ کې خپل مقام او منزلت ترلاسه کړي.

سنټر ډېلي ټايمز:

د امريکا له پنسلوانيا خپرېدونکې ورځپاڼې سنټر ډېلي ټايمز بيا په افغانستان کې د ناامنيو پر زياتېدو ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د افغانستان په څو ولايتونو کې پرونيو بمي حملو ته اشاره کړې چې له کبله يې نژدې ١٥ کسان وژل شوي دي.

دغه حملې په بلخ، کونړ، لغمان او ميدان وردګ کې شوې دي.

ورځپاڼه ليکي، دغه تاوتريخوالى څرګندوي چې د افغان حکومت په وړاندې د سخت دريځو وسلوالو دوامداره مبارزه لا هم روانه ده.

لوېديځ د دې حکومت ملاتړ کوي او تېره مياشت يې له امريکا او ناټو سره امنيتي تړونونه لاسليک کړل.

سنټر ډېلي ټايمز ليکي، د دې تړون له مخې به څه باندې ١٠زره بهرني سرتېري تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي او له افغان ځواکونو سره به د روزنې په چارو او سلا مشوره کې همکاري کوي.

دغه امريکايي ورځپاڼه د ليکنې په دوام زياتوي، پر امريکا د سپټمبر د يوولسمې تر حملو وروسته امريکايي پوځيانو د طالبانو د له منځه وړلو لپاره تر يوې لسيزې زياته موده همکاري وکړه، خو افغانستان لا هم له سخت دريځو وسلوالو سره په جګړه کې ښکېل دى، چې په منظم ډول پر افغان امنيتي ځواکونو حملې کوي.

سنټر ډېلي ټايمز زياتوي، طالبانو په داسې حال کې خپلې حملې زياتې کړي، چې بهرني جنګي ځواکونه د روان ميلادي کال تر پايه افغانستانه وتلو ته چمتووالى نيسي.

XS
SM
MD
LG