د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

ننګرهار: د ایلیټ کپ سیالیو لپاره د کرکټ تمریني سیالۍ پیل شوې


د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي په پام کې ده،چې د اکتوبر په شلمه نیټه په قطر کې د شپږو هیوادونو ترمنځ د کرکټ د ایلیټ کپ سیالۍ ترسره شي.

یادو سیالیو ته د چمتوالي لپاره د خیبر پښتونخوا د کرکټ لوبډله د شنبې ورځې په مازدیګر ناوخته ننګرهار ته راورسیده،ترڅو په ننګرهار کې دافغانستان شپاړلس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې سره تمریني سیالۍ ترسره کړي.

په ختیځه سیمه کې د کرکټ بورډ مسول قرار عزیزي په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وویل،چې د خیبر پښتونخوا او د افغانستان د شپاړلس کلنو خوانانو کرکټ لوبډلو ترمنځ به تمریناتي سیالۍ د یکشنبې په ورځ پيل شي اوپینځه ورځې به دوام وکړي:

"نن د خیبر پښتونخوا شپاړلس کلنه لوبډله راغله او دا به زموږ د شپاړلس کلنې میلي لوبډلې سره د یکشنبې،بله به دوشنبې،بیا به د چهار شنبې او وروستۍ لوبه به د پنجشنبې په ورځ ترسره کړي له دې سره به زموږ لوبډله تجربې ترلاسه کړي د ایلیټ کپ سیالیو ته به چمتوشي"

د خيبر پښتونخوا د لوبډلې کوچ ملک فرمان چې د آيم سي اي کرکټ اکاډيمۍ مشري هم کوي، وويل،چې ددغو تمریناتي سیاليو په ترسره کیدو سره به افغان لوبډله په قطر کې بریا خپله کړي:

"کوز افغان او بر افغان موږ ټول یو افغان يو،موږ ټول عمر د افغانسان د کرکټ پرمختګ لپاره هڅه کړې ده،او دا سیالۍ به افغان لوبډله نوره هم پياوړې کړي او انشاالله د قطر په لوبو کې به بریالي شي"

په ننګرهار کې د وړتيا سپورتي ټولنې مشر اکرام الله اکرام وايي چې دغه ډول سیالۍ د دواړو هیوادونو د کرکټ د ودې او ښو اړیکو په ټینګولو کې اغیز من رول لوبولی شي:

"دغه لوبې د افغانستان د شپاړلس کلنې لوبډلې لپاره ډيرې مهمې دي،چې دلته تجربې تر لاسه کړي او په راتلوونکې کې په قطر کې ایلیټ کپ سیالیو کې ترې ګټه واخلي او بل دا ډول سیالۍ کولای شي د دواړو هیوادونو په سپورټي اړیکو کې ښه والي راولي موږ شاهد یو،چې له دې وړاندې هلته زموږ لوبډلې تللي او د هغوی لوبډلې دلته راغلي وې دا یو ښه ګام دی"

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د ایلیټ کپ په سیالیو کې به،چې د اکتوبر په شلمه ترسره کیږي د افغانسان،قطر،ایران،کویټ،عمان او متحده امارت د کرکټ شپاړلس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې برخه لري.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG